فيوز‌نېټ: که افغانستان کې بې‌وخته ورښتونه دوام وکړي، د غنمو پر حاصلات به بد اغېز وکړي

ارشیف: په افغانستان کې د غنمو د راټولولو له بهیره یو انځور

د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د (FEWS NET) په نوم د قحطۍ په اړه د خبردارۍ شبکې (سیسټم) ویلي، که په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال تر پسرلي غیرموسمي بارانونه دوام وکړي، نو د غنمو پر حاصلاتو به بد اغېز وکړي.

دې شبکې پرون جمعه د اقلیمي بدلون د څرنګوالي په اړه په خپور شوي راپور کې دغه راز د اقلیمي بدلونو له کبله په افغانستان کې د ځمکې لاندې د اوبو د کچې د کمېدو او د بزګرانو د ستونزو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

يادې شبکې پرون جمعه د اکتوبر ۲۵مه د اقلیمي بدلون د څرنګوالي په اړه په خپور شوي راپور کې ویلي: "که په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال تر پسرلي غیرموسمي بارانونه دوام وکړي، نو د غنمو پر حاصلاتو به بد اغېز وکړي."

له بده‌مرغه بارانونه په خپل وخت نه‌کېږي کله چې اړتیا وي، هغه مهال نه‌کېږي
ننګرهار کې يو کروندګر

په راپور کې دغه راز راغلي چې، په افغانستان کې به د ۲۰۲۴ کال ژمي او د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې ورښتونه له منځنۍ کچې کم او د تودوخې درجه به له معمول څخه لوړه وي.

په ورته وخت کې یوشمېر افغان بزګران وايي، اقلیمي بدلونونو یې پر کرکیلې بد اغېز کړی دی.

دوی وايي، غیرموسمي بارانونو، پرله‌پسې وچکالیو، سېلابونو او د هواد د تودوخې له کبله ډېری کرنیزې ځمکې له کښته پاتې شوي دي.

په ننګرهار کې د غنمو يو کروندګر شفيق‌الله وايي: "هر فصل په بارانونو کېږي، چې باران نه‌وي نو د فصل کېدل څنګه امکان لري او بله مهمه خبره دا ده چې له بده‌مرغه بارانونه په خپل وخت نه‌کېږي کله چې اړتیا وي، هغه مهال نه‌کېږي نو بې‌وخته بارانونه د ګټې پرځای موږ ته تاوان رسوي."

کروندګر وايي، اقليمي بدلون يې اوس هم پر حاصلات منفي اغېز کړی.

دغه‌راز هرات کې د زعفرانو يو کروندګر خيرالله نيازی وايي: "موږ دا ۸ یا ۱۰ کاله وړاندې په هرات کې د ګرمۍ +۴۵ درجه او د یخنۍ ـ۲۶ درجې نه لرله، له بده‌مرغه دې اقلیمي بدلون زموږ پر زراغت او په ځانګړې توګه د زعفران او غنمو پر کر کیلې ډېر منفي اغېز پرېښی او زه دا ویلی شم، چې د دغو بدلونونو له کبله شاوخوا ۶۰سلنه د زعفرانو کښت په هرات کم شوی دی."

دا اندېښنې په‌داسې حال کې دي چې، وړاندې د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم ادارې ویلي و، افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه د نړۍ د لسو زیانمونونکو هېوادونو په کتار کې دی، خو د دې ستونزو پر وړاندې د مقابلې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.

"کله چې ځمکه په نباتي پوښښ بډایه وي کوم ورښت چې کېږي هغه په اسانۍ په ځمکه کې جذبیږي او ورسره زموږ ځمکنۍ د اوبو زېرمې بډایه کېږي
محمد عارف سخي

د طبيعي منابعو د دوباره احیا د برخې پوهان، له ډلې يې محمدعارف سخي وايي، اقلیمي بدلونونو د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ افغاستان په جدي توګه د اوبو له کمښت سره مخامخ کړی دی.

نوموړی وايي: "کله چې ځمکه په نباتي پوښښ بډایه وي کوم ورښت چې کېږي هغه په اسانۍ په ځمکه کې جذبیږي او ورسره زموږ ځمکنۍ د اوبو زېرمې بډایه کېږي، خو له بده‌مرغه موږ د وخت په تېرېدو حاصل‌‌خیزه ځمکې د سېلابونو له کبله له لاسه ورکوو او ورځ تربلې مو ځمکنۍ زېرمې هم له‌منځه ځي، چې دا د اوبو د کمښت لامل کېږي او حکومتونو دې مسلې ته پام نه‌دی کړی."

د ښاغلي سخي په خبره که څه هم د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزې لپاره ګڼو امکاناتو ته اړتیا ده، خو نیوکه کوي چې افغانان په‌دې برخه کې هغه مسوولیتونه هم نه ترسره کوي چې تر یو بریده د طبيعي بدلونونه مخه نیولای شي.

د یادونې ده چې افغانستان په تېرو څو میاشتو کې د اقلیمي بدلون د سختو څپو شاهد و، چې له کبله یې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه واوښتل.