کندهار کې د پوليو واکسين پر ځنډ اندېښنې؛ دغه ولايت کې سږکال ۱۱مثبتې پېښې ثبت شوي

کندهار کې د پوليو واکسين تطبيق.

په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین ځنډېدو د کندهار د اوسېدونکو اندېښنې را پارولي دي.

روان کال په ټول افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۸ ته رسېدلی، چې له‌دې جملې ۱۱ یې یوازې په کندهار کې دي.

ملګروملتونو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې، طالبانو په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین ځنډولی دی.

له بده‌مرغه اورو چې د پولیو پر کمپاین بندیز لګیږي په‌داسي حال کې چې د پولیو د پېښو شمېر لسګونو ته رسیږي."
عبدالکريم د کندهار اوسېدونکی

که څه هم د طالبانو عامې روغتیا وزارت دغه ادعا رد کړې، خو په کندهار کې د پولیو پروګرام یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې چې، طالبان د کور په کور د واکسین د تطبیق مخالفت کوي او له همدې امله یې کمپاین ځنډولی دی.

د سرچینې په وینا، طالبانو ټینګار کړی چې واکسین باید د جوماتونو له لارې تطبیق شي.

د کندهار اوسېدونکي د پولیو ضد د واکسین کمپاین د بندېدو سره د دغه وایرس د بیا خپرېدو په اړه اندېښنه لري.

عبدالکریم او جانان چې د کندهار دوه اوسېدونکي دي وايي، د واکسین نه‌شتون د فلج د ناروغۍ د زیاتېدو خطر لري او په‌دې اړه جدي اندیښمن دي.

عبدالکریم ازادي راډيو ته وويل: "زموږ توقع دا وه چې د پولیو غوندې د یوه بدمرغه وایروس د بشپړ ورکېدو لپاره ګډې هڅې شوې وای، اما له بده‌مرغه اورو چې د پولیو پر کمپاین بندیز لګیږي په‌داسي حال کې چې د پولیو د پېښو شمېر لسګونو ته رسیږي."

ملګروملتونو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې، طالبانو په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین ځنډولی دی.

دغه‌شان جانان وايي: "دا یو ډېر بدمرغه مرض دی، که څوک په اخته شي له ماشومتوب څخه بیا د عمر تر پایه له‌دې رنځ څخه کړیږي."

فرشته چې د کندهار یوه بله اوسېدونکې ده وايي، د خپلو ماشومانو روغتیا د هغې لپاره لومړیتوب دی، او د پولیو واکسین ځنډېدو سخته اندېښمنه کړې ده.

فرشته وایي، دغه ناروغي د ماشومانو راتلونکی له‌منځه وړي او که واکسین نه‌شي، ماشومان په فلج اخته کېدلی شي.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "دا یوه داسې مریضي نه‌ده چې بیا درملنه ولري، که خدای ج مه‌کړه رښتیا دا واکسین بند شي د افغانستان سلګونه ماشومان به په داسې مرض مبتلا شي چې وجود به یې نیم شي او د ژوند تر پایه به د نورو کسانو محتاج وي."

د افغانستان په کچه د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۸ ته رسېدلی، چې له‌دې جملې کندهار د ۱۱ پېښو سره تر ټولو زیاته اغېزمنه سیمه ده.

په دې اړه نور: طالبانو د پوليو واکسين تطبيق ځنډېدو اړوند راپورونه رد کړل

متخصص ډاکټر عصمت‌الله حماس وایي، د پولیو واکسین د ماشومانو لپاره حیاتي دی او د ګوزڼ د ناروغۍ د مخنیوي پر وړاندې یوازنی وقايوي تدابیر دي.

نوموړی وايي: "په دغه سیمه کې د واکسین تطبیق ډېر زیات اړین دی، حتی تر اندازې زیات، ځکه همدا واکسین دی چې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ څخه مخنيوی کوي."

د پولیو کنټرول یوه نړیواله هڅه ده چې موخه یې د دې خطرناکې ناروغۍ بشپړ له‌منځه وړل دي.

کارپوهان وایي، په افغانستان کې د پولیو پر کمپاین بندیز به په سیمه کې د دې ناروغۍ د کنټرول هڅې سختې کړي او د ګوزڼ د بیا خپرېدو خطر به زیات کړي.