نرګس محمدي: ايران کې بايد جنسيتي اپارتايد په رسميت وپېژندل شي

نرګس محمدي

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي چې په ایران کې په بند کې ده، د جنسیتي اپارتاید پرضد د اقداماتو لپاره غږ کړی.

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې نرګس محمدي پرون- د سپټمبر په ۱۶مه چې د مهسا امیني له دوهم تلین سره برابره وه د نړۍ پر خلکو او نړیوالو مؤسسو غږ وکړ، په ایران او نورو هغو هېوادونو کې چې تندلاري مذهبي او استبدادي رژیمونه لري، د ښځو د ځپلو د مخنیوي لپاره په اقداماتو لاس پورې کړي.

نرګس محمدي له ۲۰۱۰ کال وروسته نوموړې پر حکومت د انتقادونو له کبله بیابیا زنداني شوه چې تر اوسه هم په بند کې ده.

مېرمن محمدي چې اوس‌مهال په بند کې ده، په یوه پیغام کې چې د نوموړې بنسټ خپور کړی ویلي دي. دوی د ښځې، ژوند او آزادۍ د غورځنګ په دوهمه کلیزه لاهم ډیموکراسۍ، آزادۍ او مساوات ته د رسېدو او د مذهبي استبدادي رژیم د ماتولو لپاره پر خپل هوډ ولاړ دي.

د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۶مه نېټه وروسته له‌دې چې ۲۲ کلنې کرد ټبرې پیغلې مهسا امیني د پوره حجاب د نه رعایت په تور د ګشت ارشاد د پولیسو په توقیف کې سا ورکړه، په ټول ایران کې د حکومت پر ضد اعتراضیه مظاهرې وشوې.

په‌دې مظاهرو کې د ګډونوال عمده شعار، ښځه، ژوند او آزادي و.

ايران کې د اعتراض په ډول پر سړکونو له حجاب پرته د نجونو ګرځېدل ډېر شوي

پخوانۍ ژورنالېسته او د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي چې د دوو ماشومانو مور ده، له څو کلونو راهیسې د نوبل جایزې له بلې ګټونکې شیرین عبادي سره د بشري حقونو د مدافعانو په مرکز کې کار کاوه.

له ۲۰۱۰ کال وروسته نوموړې پر حکومت د انتقادونو له کبله بیابیا زنداني شوه چې تر اوسه هم په بند کې ده.

مېرمن محمدي په خپل لیک کې چې د تهران له وېروونکي ایوین زندان څخه یې استولی دی ویلي، په‌داسې حال کې چې مذهبي استبدادي حکومت له ښځو سره تبعیضي چلند کوي او ځپي يې، له ملګروملتونو غواړي چې خپله چوپتیا پای ته ورسوي او د جنسیتي اپارتاید په جنایت بللو سره یو اقدام وکړي.

متحده‌ایالتونو، کاناډا، اسټرالیا، بريتانیا او نيوزیلنډ هم د مهسا امیني د دوهم تلین په مناسبت په یوه ګډ بیان کې ویلي دي، د ایران د ښځو او نجونو ملاتړ کوي او د بشري حقونو او اساسي آزادیو د ترلاسه کولو لپاره په روانه مبارزه کې د هغوی ترڅنګ ولاړ دي.

نرګس محمدي له ۲۰۱۰ کال وروسته نوموړې پر حکومت د انتقادونو له کبله بیابیا زنداني شوه چې تر اوسه هم په بند کې ده.

د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان پرون په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې، دی به له خپل صلاحیت څخه کار واخلي او دا خبر به یقیني کړي چې د ګشت ارشاد یا امربالمعروف او نهي عن‌المنکر پولیس به نور نو ښځې نه ځوروي.

پزشکیان وویل، د دې پولیسو دنده دا نه‌ده چې د ښځو مقابله وکړي او زیاته یې کړه چې دی د دې پولیسو اقدامات څاري چې ښځې ونه ځوروي.

وروسته له‌دې چې مهساامیني په روغتون کې سا ورکړه، عیني شاهدانو او د هغې د کورنۍ غړو ادعا وکړه چې، نوموړې د ګشت ارشاد د پولیسو په توقیف کې وهل شوې او شکنجه شوې وه.