طالبانو د پوليو واکسين تطبيق ځنډېدو اړوند راپورونه رد کړل

په افغانستان کې د ماشومانو پولیو ضد واکسیناسیون

طالبانو د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین د کمپاین د ځنډېدو اړوند راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت هغه راپورونه چې ګنې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد واکسین ځنډېدلی دی، رد کړل.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان پرون رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي، چې ځینو رسنیو په‌دې اړه ناسم معلومات خپاره کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مخکې ویلي و، پلان لري چې په روانه سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د پولیو پر ضد د واکسین یو بل کمپاین پیل کړي.

په بیان کې راغلي دي چې د پولیو پر واکسین د بندیز یا د واکسین د ممنوعیت اړوند رسماً هيڅ نه‌شته.

بیان زیاتوي، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د پولیو واکسین په‌داسې مشروع او تخنیکي لارو چارو تطبیق کړي چې د ټولنې لپاره ګټه ولري.

پرون له‌دې مخکې اسوشیتیدپریس خبري آژانس د روغتیا د نړیوال سازمان یا WHO د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه‌دی یاد شوی راپور ورکړ چې، طالبانو اجازه نه‌ده ورکړې د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین کور په کور تطبیق شي، بلکې د دې چارواکي په وینا طالبانو د کورونو پر ځای په جوماتونو کې د دې کمپاین د تطبیق سپارښتنه کړې ده.

ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان مخکې ویلي و، پلان لري چې په روانه سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د پولیو پر ضد د واکسین یو بل کمپاین پیل کړي.

په افغانستان کې د پولیو پر ضد د یونېسیف د رسنیو او اړیکو د څانګې پخوانی مشر ډاکټر کمال شاه د پولیو پر ضد د واکسین د تطبیق پرمهال د طالبانو د حکومت د لا زیاتې او اغېزمنې ونډې غوښتنه کوي.

نوموړی وايي: "که د عامې روغتیا وزارت دخیل وي، نو پر پروګرام به یې ښه اثر دا وي چې هلته به سیمه‌ييز چارواکي ورسره همکار وي، ترڅو پروګرام ښه تطبیق کړل شي. د دې ترڅنګ په عامه پوهاوي کې هم د دوی رول ډېر مهم دی ځکه هلته د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره له دولتي راډیوګانو او ټلوېزیونونو او له منبر او علمای کرامو کار اخیستل هم ډېر اړین دي او حکومت کولای شي چې په‌دې برخه کې هم بارز رول ولري."

په دې اړه نور: ملګري ملتونه: طالبانو افغانستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاين ځنډولی

پولیو يوه بې‌علاجه ناروغي ده، خو د واکسین په وسیله یې مخه نیول کېدای شي.

د WHO د معلوماتو له‌مخې سږکال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر اتلسو ته رسېدلی، په‌داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر یوازې شپږ و.

افغانستان او پاکستان تر دې وروستیو پورې د نړۍ یوازیني هېوادونه وو، چې د دې ناروغۍ موارد لاهم په‌کې شته.

ډاکټر کمال شاه د غزې په تړانګه کې د جګړې له پیل وروسته په فلسطیني وګړو کې د پولیو د ځینو مواردو موندل کېدو ته د اشارې په ترڅ کې وايي، پولیو داسې ناروغي ده چې که د نړۍ په یوه هېواد کې هم پاتې وي، ټوله نړۍ ګواښلی شي.