طالبان ولې د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې له خنډونو سره مخ دي؟

ارشیف: په کندهار کې وسله وال طالبان د کوکناو کروندو د له منځه وړلو پر مهال

د بحران نړیوال ګروپ تحلیګرانو په خپله تازه اروزنه کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په برخه کې د طالبانو دوه نيم کلنې مبارزې ته کتنه کړې او ليکلي يې دي چې، د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې د طالبانو مبارزه په تېره یوه پېړۍ کې بې‌ساري ده.

خو دا ګروپ خبرداری ورکوي چې د کوکنارو له کښت سره د بزګرو د اقتصاد تړاو او بديل کښت نشتوالي ته په کتو سره امکان لري چې، په راتلونکي کې بزګران د دې پرېکړې پر وړاندې په نافرمانۍ او مقاومت لاس پورې کړي.

د ازادي راډيو همکار مرسلین ارسلا د دې څېړنې په اړه د نړیوال بحران له تحلیلګر ګریم سمیت سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلی چې، دوی څه شي ډاډمن کړي چې د طالبانو حکومت په تېرو دوه نیمو کالو کې د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې بريالی و او ولې راتلونکی روښانه نه‌دی؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

طالبان ولې د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې له خنډونو سره مخ دي؟