اوکراین ته د ورکړل شویو وسلو پر کارولو محدودیتونه؛ امریکايي او برتانوي مشران پرې خبرې کوي

د عکس ښي لور ته د امریکا ولمسشرجو بایډن او چپ لور ته د بریتانیا صدراعظم سټارمیر

د امریکا او بریتانیا مشران نن په واشنګټن کې پر دې خبرې کوي چې ایا پر هغو وسلو محدودیتونه لیرې کړي چې لوېدیځ اوکراین ته ورکړي څو دا هېواد وکولای شي چې د روسیې د خاورې د ننه د هدفونو په نښه کولو کې ترې کار واخلي.

د امریکا ولمسشرجو بایډن او د بریتانیا صدراعظم سټارمیر نن جمعه په واشنګټن سره ګوري.

دغه کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې اوکراین د متحدو ایالتونو او بریتانیا په ګډون پر لوېدیځ فشارونه زیات کړي چې هغه محدویدیتونه لیرې کړې چې له دې هېواد سره په مرسته شویو وسلو یې لګولي دي.

د دغو محدودیتونو له امله کییف نه‌شي کولای چې له دغو وسلو د روسیې په خاوره کې دننه د بریدونو لپاره کار واخلي.

خو مسکو په دې برخه کې کییف ته د اجازې ورکولو په وړاندې جدي خبرداری ورکړی دی.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې، تمه ده چې په واشنګټن کې د بایډڼ او سټارمیر نننۍ خبرې به هر همدې موضوع متمرکزې وې.

دا کتنه یوه ورځ وروسته له هغې ترسره کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن اروپا ته خپل سفر پای ته ورساوه چې په ترڅ کې یې نوموړي ته اوکراین او متحدینو یې یوځل بیا پر هغو غوښتنو ټینګار وکړ چې وایي، کییف ته باید اجازه ورکړل شي څو د لوېدیځ له‌خوا دوی ته په ورکړل شویو لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د روسیې د خاورې دننه اهداف په نښه کړي.

د راپور له مخې، بایډن په تېره مې میاشت کې پالیسي بدله کړه چې له مخې یې اوکراین کولای شي پر هغو توغندیو چې امریکا ورکړي، د روسیې د حملو په وړاندې دفاع وکړي، خو داچې په کوم واټن کې هدفونه په نښه کولای شي، پرې محدودیتونه یې لګولي دي.

په دې معنی چې اوکراین یوازې کولای شي خپلې پولې ته نژدې سیمو کې هدفونه په نښه کړي.

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د سپټمبر په ۱۲مه د حکومتي سرچینو له قوله خبر ورکړ چې وایي لندن له مخکې اوکراین ته اجازه ورکړې چې کولای شي د دې هېواد له‌خوا له مرسته شویو سټورم شډو توغندیو څخه د روسیې په خاوره کې ډېر وړاندې د هدفونو د په نښه کولو لپاره کار واخلي، خو نورو برتانوي رسنیو ویلي چې بریتانیا د واشټنګټن اجازې ته اړتیا ځکه لري چې د دغو وسلو ډېرې پرزې یې امریکایي دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که لوېدیځ خپله پالیسي بدله او اجازه ورکړي چې له وسلو یې د روسیې په خاوره کې د ننه د لیرې هدفونو لپاره کار واخیستل شي نو دا به د روسیې پر وړاندې د ناتو د جګړې په معنی وي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

پوتین زیاته کړه، که داسې وشي نو دوی به هم د جګړې د ماهیت بدلون ته په پام سره د هغو ګواښونو پر بنسټ مناسبې پرېکړې وکړي چې ورسره مخامخ کېږي.

پوتین ادعا وکړه چې د اوکراین پوځ یوازې هغه مهال کولای شي له دغسې وسلو د بریدونو لپاره کار واخلي چې د ناټو د سټلایټونو له معلوماتو او پوځي پرسونل څخه یې چې د دغسې وسلې د کارولو لپاره روزل شوي، کار واخلي.

د بایډن او سټارمیر ترمنځ دغه خبرې داسې مهال کېږي چې د سپینې ماڼۍ له‌خوا د پالیسۍ د بدلون نښې لیدل کېږي.

اوکرایني چارواکو روانه اوونۍ کییف ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلېنکن او د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر ډیویډ لامی د سفر په جریان کې هم پر خپلې دې غوښتنې یو وار بیا ټینګار وکړ چې لوېدیځ دې اجازه ورکړي چې له وسلو یې د روسیې د خاورې دننه هدفونه په نښه کړي.