د کابل ښاروالۍ د کابل په هوټلونو کې د هر ډول بهرنيو مېوو په کارولو بنديز لګولى

له ارشيفه د يو هوټل انځور

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ ويلي، دا اقدام يې له افغاني محصولاتو د ډېرې استفادې او ملاتړ په موخه شوی دی.

په افغانستان کې د سوداګرو او بڼوالو له شکايتونو وروسته چې په هېواد کې دننه او بهر یې خپل کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې لري، تازه د طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د افغانستان په هوټلونو د "ودونو په صالونونو" کې د افغانستان له تازه مېوو استفاده کېږي.

په هغه تصویري راپور کې چې تازه د کابل ښاروالۍ په ایکس‌پاڼه کې خپور شوی، د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم د رياست مرستيال عصمت‌الله انصار وايي، دوی په هوټلونو کې د هر ډول بهرنۍ مېوو په استفاده کولو بنديز لګولى او له‌دې بهیر به څارنه کوي.

هغه وايي: "د اسلامي امارت د رهبرۍ د پرېکړې په اساس به له‌دې وروسته د ودونو په هوټلونو کې وطني تازه مېوې استفاده کېږي، په همدې اړوند موږ نن را ووتلو او هوټلونه مو وکتل."

عصمت‌الله انصار زياتوي، له سرغړونکو سره به د سرغړونې په صورت کې قانوني چلند وشي.

خو هوټل لرونکي وايي، د دې کار هرکلى کوي او چمتو دى چې خپل محصولات وکاروي.

په ننګرهار کې د سپوږمۍ هوټل مالک وايي، چې دا پرېکړه د دوى پر کار مثبته اغېزه لري.

نوموړی وايي: "په صفت د یو افغان او یو هوټلي موږ د خداى په فضل بهرنۍ مېوې ته هيڅ اړتيا نه‌لرو، زموږ مشتريان هغوى چې دلته زموږ په هوټلونو کې پروګرامونه نيسي ټول د وطني مېوې تقاضا لري دا زموږ پر کار مثبت اغېز کوي منفي نه."

کابل کې د ودونو یو هوټل

دا پرېکړه په‌داسې حال کې ده، چې د افغانستان بڼوال او بزګرانو په وار وار له ازادي راډيو سره په خبرو کې په افغانستان کې دننه او بهر خپلو محصولاتو ته د بازارموندنې په برخه کې شکايت کړی دی.

دوی ویلي، د خپلو کرنیزو محصولاتو د خوسا کېدو له ویرې ان اړ کېږي چې خپل محصولات په تاوان وپلوري.

"موږ د دې پرېکړې هرکلى کوو، مخکې به مو مېوې ورستېدې خو خرڅېدې به نه، اوس مو يوه هيله ده چې زموږ مېوې يو څه لوړه بيه واخیستل شي
عبدالواسيع يو تن بڼوال

د بغلان ولايت يو بڼوال عبدالواسع ځدران چې د مڼو او الوچو باغونه لري، له تازه پرېکړې خوښ دى خو وايي هيله لري چې د دوى مېوې په لوړه بيه ورنه واخیستل شي چې تاوان نه، ګټه وکړي.

هغه وايي: "موږ د دې پرېکړې هرکلى کوو، مخکې به مو مېوې ورستېدې خو خرڅېدې به نه، اوس مو يوه هيله ده چې زموږ مېوې يو څه لوړه بيه واخیستل شي، څو زموږ د زحمتونو نتيجه را ووځي."

اوس پوښتنه دا ده، چې په‌دې سره به له بهر نه د تازه مېوو په واردولو هم بندیز ولګېږي؟

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، په‌دې برخه کې به هیڅ بندیز نه وي او په رسمي ځايونو او دولتي دفترو کې له افغاني کرنیزو محصولاتو د حتمي استفادې له پرېکړې هرکلی کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "رسمې او اماراتي ادارې په خاصه توګه پوځي ادارې او قطعات چې مېوه کاروي بايد د هېواد له داخلي مېوو استفاده وکړي او هوټلونه چې يو تعداد هوټلې دولتي دي او ځينې خصوصي دي هم سپارښتنه کېږي، چې له وطني مېوو استفاده وکړي، خو دا په دې مانا نه‌ده چې د بهرنيو مېوو واردول او تجارت دي بند شي هغه ازاد دى که څوک يې اخلي، خو په رسمي ځايونو کې دې له وطني مېوو څخه استفاده وشي."

د بغلان ولايت يو بڼوال عبدالواسع ځدران چې د مڼو او الوچو باغونه لري، له تازه پرېکړې خوښ دى خو وايي هيله لري چې د دوى مېوې په لوړه بيه ورنه واخیستل شي چې تاوان نه ګټه وکړي.

د یادونې ده، چې په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته به د افغانستان میوې او سبزي په ټوله کې کرنیز تازه او وچ محصولات بېلابېلو هېوادونو ته د ځمکې او هم هوايي دهلیزونو له لارې انتقالېدل، خو په وروستیو درې کلونو کې هوايي صادارات ډېر کم شوي ان او د ځمکې له لارې هم صادرات وخت په وخت له ستونزو سره مخ وي.

د افغانستان ډېره برخه تازه مېوه، پاکستان او د دغه هېواد له لوري نورو هېوادونو ته صادريږي، خو افغان سوداګر ادعا کوي، چې پاکستان د افغانستان د تازه مېوو په موسم کې په بېلابیلو پلمو د دغو صادارتو مخه نیسي.

باروړنکو موټرچلونکو سره د (تاډ) په نوم د تګ راتګ د موقتي سند نه‌شتون، د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو د پاکستان حکومت له‌خوا د تعرفو لوړول، له تورخم دروازې ها غاړه د سیمه‌ییزو خلکو له‌خوا د لارې بندول په‌دې وروستیو کې پاکستان او د دغه هېواد له لارې نورو هېوادونو ته د افغانستان د کرنیزو تازه محصولاتو د صاداراتو په وړاندې جدي ستونزې وې.

افغان سوداګر ادعا کوي، چې له‌دې امله دوی ته په میلیونونه ډالر زیان رسېدلی دی.