د شپږو برمته شويو له وژنې وروسته د اسراييل پر صدراعظم فشارونه په زياتېدو دي

اسراييل کې د نتانياهو پر ضد لاريونونه

د اسراییل پر صدراعظم بنیامین نتنیاهو د غزې د نژدې ۱۱ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو او په‌دې وروستیو کې د شپږو اسراییلي برمته‌و د وژل کېدو په مسئله کې فشارونه او انتقادونه په زیاتېدو دي.

د اسراییلو خلکو د یک‌شنبې په ورځ وروسته له هغه سخت ټکان وخوړ چې پوځ د غزې په تړانګه کې د شپږو اسراییلي برمته‌و مړي وموندل.

دا هغه کسان وو چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د اسراییل پر جنوب د حماس د برید پرمهال ژوندي نیول شوي وو.

د دې برمته‌‌و د وژل کېدو په غبرګون کې په اسراییلو کې له پراخو اعتراضونو وروسته نتنیاهو له خلکو له‌دې کبله بښنه وغوښته، چې د خپلو وګړو د ژوند په ژغورنه کې پاتې راغلی دی.

د سوداګرو د اتحادیې په بلنه د دې اعتراضونو ګډونوالو شعارونه ورکول چې همدا وروستی چانس دی او باید له حماس سره سمدستي د اوربند موافقه وشي.

نتنیاهو پرون ټینګار وکړ چې د مصر او غزې په سرحد کې د فلاډلفیا په نوم د مهم دهلېز اداره باید د اسراییلو په لاس کې وي.

اسراييل کې لاريونونه وروسته له هغه پيل شول چې غزه کې د شپږو برمته شويو مړي وموندل شول.

هغه زیاته کړه چې حماس باید اسراییلو ته دا امتیاز ورکړي.

خو منتقدان یې بیا نتنیاهو د جګړې په اوږدولو تورنوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون په واشنګتن کې دې پوښتنې ته چې آیا د برمته‌و د ژغورنې لپاره د نتنیاهو اقدامات کافي وو، که نه، نه ځواب ورکړ.

بایډن د اوربند د خبرو له مرکچیانو سره د لیدنې پرمهال دا خبره وکړه.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله بولي.

بل‌‌خوا بريتانیا پرون اسراییلو ته د ځینو وسلو د صادراتو د ځنډولو خبر ورکړ.

د بريتانیا حکومت د اسراییلو لپاره د وسلو له ټولو ۳۵۰ جوازونو څخه ۳۰ هغه وځنډول، ځکه داسې اندېښنې وې چې ښايي دا وسلې د غزې په جګړه کې د بشري حقونو له نړیوالو اصولو په سرغړونو کې وکارول شي.

په دې اړه نور: جان‌ هیلي: د بریتانیا د ځینو وسلو د صادراتو ځنډول به د اسراییل امنیت کمزوری نه کړي

د بريتانیا دفاع وزیر جان هیلي وویل، دا پرېکړه به د اسراییل امنیت کمزوری نه‌کړي.

د اسراییل دفاع وزیر یواف ګالانت د دې اقدام په غبرګون کې خپګان وښود او په غزه کې د اسراییلي برمته‌و د وژل کېدو د وخت حساسیت ته په پام سره یې د لندن پر پرېکړې انتقاد وکړ، خو هغه په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې حماس به د اسراییلي وګړو د وژنې بیه پرې کړي.

د حماس د پوځي څانګې ویاند ابو عبیده په ځواب کې وویل، که اسراییل په غزه کې د دې ډلې پرضد فشار ته دوام ورکړي نو دوی به د پاتې اسراییلي برمته‌و مړي هم په تابوتونو کې ورواستوي.

د حماس په بیان کې راغلي دي چې، د برمته‌و د خلاصون لپاره د اسراییلي سرتېرو د عملیاتو په صورت کې د دې ډلې وسله‌والو ته نوې لارښوونې شوې دي.