کابل کې د پنځو خیریه بنسټونو، ټولنو او شوراګانو د دفترونو تړل؛ مسوولان یې طالبان په سیاسي چلند تورنوي

ارشیف: په ننګرهار کې د یوه خیریه بنسټ له لوري پر اړمنو پاخه خوارکي توکي وېشل کېږي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې اوسمهال بې‌وزلي او بې‌کاري اوج ته رسېدلې، طالبانو په پلازمېنه کې د درېیو خیریه بنسټونو په ګډون پنځه دفترونه تړلي دي.

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت پرون یکشنبه په د سپټمبر په اوله نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې درې خیریه بنسټونه، یوه ټولنه او د یوې شورا دفترونه یې د غیرقانوني فعالیتونو له امله تړلي دي.

په اعلامیه کې راغلي، دوی په تېرو دوه میاشتو کې په کابل کې ‫۳۴ بنسټونو چې په ټکو یې ۱۸ خیریه بنسټونه، ۱۵ ټولنې او یوه شورا په کې شاملې دي، ارزولي دي.‬

‫په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د دغو بنسټونو د جوازونو مودې پای ته رسېدلې وې، ځینو هېڅ جوازونه نه درلودل او ځینو بیا د دوی له لارښوونو سرغړونې کړې وې.

‫دې خبرپاڼه کې د یادو تړل شویو ادارو نومونه نه دي ذکر شوي.

خو د ځینو فعالو خیریه بنسټونو مسوولان وایي، طالبان د ډېری خیریه بنسټونو او ټولنو سره سیاسي چلند کوي او هڅه کوي چې د دوی فعالیتونه محدود کړي.

په کابل کې د یوې خیریه بنسټ مسوول چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "هغه کسان چې مخکې په سیاست یا نظام کې وه، یا احزابو کې وه، هغوی که اوس د دې خیریه بنسټونو له لارې خلکو ته کار کوي، دوی (طالبان) یې نه پرېږدي، ډېری دا بندیزونه سیاسي دي. له بده مرغه دلته څوک د ولس په غم کې نه دي، دوی خپل سیاسي اهداف پرمخ بیایي آن که ولس له لوږې مړ هم شي دوی یې پروا نه لري."

ارشیف: په نیمروز کې سوالګرې مېرمنې. د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د بې‌وزلو او اړمنو شمېر خورا ډېر شوی دی.

‫بلخوا په ننګرهار ولایت کې د یو بل خیریه بنسټ مسوول چې ده هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د تېرو جګړو په پایله کې په لکونو کونډې او یتیمان او بې‌وزلې کورنۍ پاتې دي، همدې وضعیت ته په کتور افغانستان کې د خیریه بنسټونو فعالیت اړین بولم. اوسنی حکومت باید له دې بنسټونو سره همکاري وکړي. همدا خیریه بنسټونه دي چې په هرو سختو حالاتو، طبیعي پېښو او بد وضعیت کې خلکو ته مرستې رسوي، حکومت باید دوی ته اسانتیاوې برابرې کړي نه دا چې ستونزې ورته جوړې کړي."

‫ځینې بې‌وزله کورنۍ هم ورته خبره کوي، خو د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي چې دوی خلکو سره مرستې نه بلکې په خبره یې په دې ډول اقداماتو پر خلکو مرستې کموي.

د کونړ یو بې‌وزله اوسېدونکی وايي: موږ هېڅ هم نه لرو، له بېګا نه مو بچي وږی دي، موږ څه وکړو، نور خو موږ سره د مرستو څوک نه‌شته.

د کونړ ولایت یو اوسېدونکي او د لس کسیزې کورنۍ مشر چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "زموږ بله چاره نه‌شته چې هر کله حیران (ستونزو سره مخ) شوي یوو، هغوی (خیریه بنسټونو)موږ سره مرسته کړې، موږ هېڅ هم نه لرو، له بېګا نه مو بچي وږی دي، موږ څه وکړو، نور خو موږ سره د مرستو څوک نه‌شته."

‫د طالبانو حکومت داسې مهال د دغو خیریه بنسټونو او ټولنې دفترونه تړلي چې پر افغانستان د دوی تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په تېرو درېیو کلونو کې په دې هېواد کې بې‌وزلي او بې کاري اوج ته رسېدلې او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د راپور پر بنسټ سم نیمايي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د دوه سیاسي ګوندونو په ګډون د ۷۵ بېلابېلو ټولنیزو بنسټونو او سازمانونو د تړل کېدو اعلان کړی و او هغه مهال یې هم د دې اقدام دلیل "ناقانونه فعالیتونه" یاد کړي وو.