د اسراييلي يرغمل شويو کورنيو له خلکو غوښتي چې مظاهرې وکړي

خلک د لاريون پر مهال

د غزې تړانګې د رفح په یوه تونل کې د ۶ اسراییلي یرغملو د جسدونو له موندل کېدو وروسته د پاتې برمته‌و کورنیو پر خلکو غږ وکړ چې نن مظاهرو ته راووځي.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې، د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح په یوه تونل کې یې د شپږو نورو اسراییلي یرغملو مړي موندلي دي.

د پوځ په وینا، دا کسان تر موندل کېدو لږ مخکې وژل شوي وو.

د اسراییل دفاع وزارت نن (یک‌شنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل، په موندل شویو جسدونو کې درې ښځې او درې نارینه دي.

د اسراییل پوځ زیاتوي، دغه شپږ کسان "ښایي یوه یا دوې ورځې مخکې" د حماس ډلې له‌خوا وژل شوي وي.

حماس د امریکا او اروپايي اتحادیې له‌خوا یوه ترهګره ډله ګڼل کېږي.

په موندل شویو جسدونو کې د ۲۳ کلن اسراییلي – امریکايي هرش ګولډبرګ پولین نومي کس دی، چې د اکسیوس وېب‌پاڼې د معلوماتو پر اساس د افراطي ډلې حماس له‌خوا د امریکایي یرغملو په سمبول بدل شوی و.

هغه يرغمل شوي چې مړي يې موندل شوي دي.

د رفح په تونل کې د دغو اسراییلي یرغملو د مړو له موندل کېدو وروسته نن یک‌شنبې د ۱۰۱ پاتې برمته‌و کورنیو د اسراییل له خلکو وغوښتل چې په خپلو اعتراضونو اسراییل ولړزوي.

"هرڅوک چې یرغمل وژني هغه موافقه نه‌غواړي."
د اسراييل صدراعظم

د یرغمل شویو کورنیو اتحادیې په اسراییلیانو غږ وکړ، چې په بیت‌المقدس کې د صدراعظم د دفتر مخې ته د یک‌شنبې په ورځ د ماسپښین په ۴ بجو او همداراز د ماسخوتن په نهه بجې په تل‌ابیب کې د دفاع وزارت ته نژدې د اعتراض په دود لاریون وکړي.

د برمته‌و د کورنیو اتحادیې د اسراییل د ټولو کارګرانو له اتحادیې څخه هم وغوښتل، چې له دوشنبې څخه اقتصادي فعالیت او تولید ودروي او اعتصاب اعلان کړي.

په ورته وخت کې، د اسراییل د اپوزیسیون مشرانو پر صدراعظم تور ولګاوه چې له افراطي ډلې حماس سره یوې ممکنه هوکړې ته د رسېدو لپاره په خبرو کې یې په خنډ رامنځته کولو سره خپل لاسونه د یرغملو په وینو ککړ کړي او د دې ځوانانو د وژنې ګناه به په خپل ریکارډ کې د تور داغ په توګه ثبت کړي.

د اسراييل صدراعظم ويلي، څوک چې يرغمل شوي وژني، موافقه نه‌غواړي.

په‌همدې حال کې څو اسراییلي رسنیو راپور ورکړ چې د جسدونو د عدلي طب معاینه ښيي چې پر یرغملو ډزې شوي دي.

د برمته شویو کورنیو اتحادیې په‌دې اړه غصه څرګنده کړه چې بنیامین نتنیاهو هیڅکله د دې مسئلو په اړه اعلامیه نه خپروي او د یرغملو د وژل کېدو اعلان د پوځ د وياند په غاړه اچوي.

یو ساعت وروسته له هغه چې د نورو شپږو یرغملو د مړینې خبر خپور شو، صدراعظم بنیامین نتانیاهو د حماس په اړه وویل: "هرڅوک چې یرغمل وژني هغه موافقه نه‌غواړي."