د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په خپل یوه راپور کې د افغانستان د نشهيي موادو وضعیت څېړلی دی.
دا څېړنه ښيي چې پهدې هېواد کې د پخوا په ډول د نشهيي موادو استعمال ډېر دی.
دې شبکې دا هم موندلې، که څه هم د طالبانو حکومت د معتادینو په راټولولو کې بريالي دی، خو د درملنې روغتيايي معيارونو ته يې پام نهدی کړی او ډېری معتادین تر درملنې وروسته بېرته معتاد شوي دي.
د ازادي راډيو خبريال مرسلین ارسلا د دې شبکې له يوې څېړونکي مېرمنې جيلینا سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلي چې دا مهال په افغانستان کې د څه ډول نشهيي موادو استعمال ډېر دی او د طالبانو حکومت په تېرو دریو کالو کې د معتادینو په درملنه کې څومره بریالی و؟
دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5