د افغانستان د فوټسال ملي ټيم مسوولين: چمتو يو چې په ۲۰۲۴نړيوال جام کې ښه ولوبيږو

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم مسوولین د ۲۰۲۴ میلادي کال د فوټسال نړیوال جام لپاره د تمرین او تیاریو خبر ورکوي.

په‌داسې حال کې، چې د ۲۰۲۴کال د فوټسال نړیوال جام د لوبو پیل ته چې ټاکل شوې په ازبکستان کې وشي له یوې میاشتې کمه موده پاتې ده، د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم مسولین په دغو لوبو کې د افغان لوبغاړو د تیاریو خبر ورکوي.

"د ټیم تیاری او روحیه ډېره ښه ده، تمرینونه د مشهد په ښار کې دوام لري، موږ په اوونۍ له جمعې پرته ۱۲ جلسې لرو
نصير صداقت

د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم مدیر نصیر صداقت ازادي راډیو ته وویل، چې د ملي ټیم لوبغاړي په منظم ډول د نړیوالو لوبو لپاره د ایران په مشهد کې تمرینونه کوي.

نوموړی وايي: "د ټیم تیاری او روحیه ډېره ښه ده، تمرینونه د مشهد په ښار کې دوام لري، موږ په اوونۍ له جمعې پرته ۱۲ جلسې لرو یعنې هره ورځ دوه جلسې کوو، پروګرام جوړ شوی، اخره اوونۍ مو ده، موږ د لوبغاړو د جسماني روغتیا د ټیسټ او ارزونې په پړاو کې یو، د لوبغاړو دغه ارزونه د مجهزو کلینیکونو له‌خوا کېږي."

هغه دغه شان هیله‌مندي وښوده چې د شویو کوښښونو په ترڅ کې به دوی وکړای شي د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې ښه نتیجه واخلي.

د فوټسال د نړیوال جام د سیالیو په پچه اچونې "قرعه کشۍ" کې چې د جوزا د میاشتې په شپږمه شپه د ازبکستان په سمر قند کې وشوه د افغانستان د ټیم سیال ټیمونه معلوم شول.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د دغه قرعه کشۍ له‌مخې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم په درېیمه ډله کې د ارجڼټاین، اوکراین او انګولا سره په ګروپ کې دی.

د فوټسال د برخې پوهان وايي، دا چې د افغانستان ملي ټیم په لومړي ځل دې لوبو ته لار پیدا کړې هیله‌من دي چې د ښه تمرین په کولو سره په‌دې لوبو کې ښه وځلیږي.

په اتریش کې د فوټسال یوه لوبغاړي طارق مجیدي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "لوبغاړي له لوبو وړاندې د فزیکي قوت د لوړوالي لپاره ځینې تمرینونه او تخنیکونه ترسره کوي چې هیله لرم د افغانستان ټیم هم دې موضوع ته پام کړی وي، په فوټسال لوبو کې د تخنیک او تکتیک کارول او په ورته وخت کې د فزیک پیاوړي کول د سیالانو د ماتلو لپاره مهم او ضروري دي."

ټاکل شوې چې د فوټسال نړیوال جام لوبې په رسمي توګه د ۲۰۲۴ کال د سپټیمبر د میاشتې په ۱۴ نېټه د نړۍ د ۲۴ غوره ټیمونو په ګډون د ازبکستان په کوربه‌توب پیل شي.
د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم د مسوولینو معلوماتو له‌مخې افغان ټیم به خپله لومړنی لوبه د سپټمبر د میاشتې په ۱۵ مه نېټه له انګولا سره وکړي او ورپسې لوبې یې په ترتیب له ارجنټاین او اوکراین سره دي.

په دې اړه نور: نړیوال جام ته د افغان فوټسال لوبډلې لار موندل او غبرګونونه

د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم لوبډلمشر مهدي نوروزي د فوټبال له نړیوال فدراسیون "فیفا" سره په خبرو کې ویلي د افغان لوبډله تر بل هر ټیم ډېره انګېزه لري.

د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د ثور په میاشت کې د اسیا د فوټسال د ملتونو په جام کې د بحرین، عراق او قزغیزستان لوبډلو په ماتولو سره نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

د یادونې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم په لومړي ځل د فوټسال نړیوال جام لوبو ته لار پیدا کړې ده.