د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د افغانستان د زونونو د فوټستال جام سیالۍ نن په کابل کې پیلیږي


ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې چې د افغانستان د زونونو د فوټستال جام سیالۍ نن جمعه په کابل کې پیل شي.

د افغانستان د فوتبال فدراسیون پرون پنجشنبې په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د اتو ټیمونو په ګډون دغه سیالۍ به اته ورځې دوام وکړي او په دې موده کې به هره ورځ له غرمې وروسته دوه لوبې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې اړوند جمنازیوم کې ترسره کیږي.

د دې فدراسیون په وینا، هغه دوه ټیمونه به چې لومړۍ او دوهم ځای نیسي، د افغانستان د فوټسال د غوره لیک سیالیو ته لار ومومي.

XS
SM
MD
LG