په کابل د ازبکستان نندارتون د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو ټینګښت لپاره ګټور وبلل شو

ارشیف: په افغانستان کې د یوه نندارتون انځور

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په کابل کې د ازبکستان د محصولاتو او تولیداتو له نندارتون د پیلېدو یوه ورځ وروسته په افغانستان کې د دغه نندارتون د جوړېدو هرکلی کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په ټینګښت کې یې اغېزمن او ګټور بولي.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه نندارتون له شنبې څخه تر دوشنبې پورې د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی چې تر ډېره د افغانستان د مصرف وړ توکي په‌کې نندارې ته ایښودل شوي دي.

الکوزي وویل: "نندارتونونه د یوه هېواد او د هغه د تولیداتو د مشهورولو یوه لویه وسیله ده، د دوو هېوادونو پر اړیکو مثبت اغېز لري. لویه موضوع دا ده چې د سوداګرۍ په برخه کې سهولتونه رامنځته کړو او ازبکستان ته صادرات ډېر شي چې په دې اړه هم خبرې اترې وشوې."

خان جان الکوزی

هغه زياته کړه چې تر دې مخکې افغانستان هم د منځنۍ اسيا هېوادونو کې د افغاني تولیداتو نندارتونونه جوړ کړي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافي ازادي راډیو ته وویل چې له ازبکستان څخه د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا ۲۰۰ ازبکستاني سوداګر هم افغانستان ته راغلي څو د خپل ۶۶ شرکتونو محصولات او تولیدات په بېلابېلو غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي.

يو شمېر افغان سوداګر او پانګوال د دغه نندارتون جوړېدل د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د نظريو د تبادلې په برخه کې ګټور بولي.

د جمعه محمد محمدي صنعتي پارکونو مرستیال عبدالحسین فرهاد چې له دې نندارتون یې لیدنه کړې ازادي راډيو ته یې وویل: "یو ډېر ښه نندارتون دی، ډېر څه مو ترې زده‌کړل، دا چې کله مونږ نورو هېوادونو ته ځو خپل نندارتون څنګه تنظیم کړو او له تولیداتو څخه يې خبر شو چې په کومه بيه او په څومره وخت کې يې واردولی شو."

یو بل پانګوال رحیم مایار په دې اړه وویل: "اوس افغانان ځان له هغوی سره پرتله کوي چې مونږ په کومه برخه کې ضعیف او په کومه برخه کې ښه یو، مونږ د هغوی له سوداګرو سره غونډه درلوده، د هغوی خبرې مو واورېدې او خپلې خبرې مو مطرح کړې، شاید په راتلونکي کې ولاړ شو او د فابریکو او تولیداتو څخه يې ليدنه وکړو."

ارشیف: په افغانستان کې د یوه نندارتون څنډه

خو دغه پانګوال وايي چې لا هم د پیسو د انتقال، د ویزو د ترلاسه کولو، د برښنا د تامین او سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش په برخه کې ستونزې شته چې باید د طالبانو حکومت ورته رسېدنه وکړي.

د طالبانو حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون د شنبې په ورځ په کابل کې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د ازبکستان صدراعظم عبدالله عارف‌اوف او د دواړو هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.

دغه وزارت د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په دې نندارتون کې په بېلابېلو سکتورونو کې د ازبکستان تولیدات او محصولات لکه تېزرفتاره، بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر، جرثقیل، بېلابېل کرنیز ماشینونه، خوراکي توکي، جامې، برښنايي وسایل او غالۍ د درېیو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.