د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۵مه کلیزه: ملا یعقوب: هیڅکله د چا فشارونه ته نه تسلیمېږو

د ۱۲۹۸ کال د اسد په ۲۸ نېته چې د ۱۹۱۹ زېږدیز کال د اګست له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د افغانستان د هغه وخت واکمن امان‌الله خان د هېواد د سیاسي خپلواکۍ اعلان وکړ او له هغې ورځې وروسته دا ورځ د افغانانو ترمنځ د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ورځې په نوم نمانځل کېږي.

نن د اسد یا زمري ۲۸مه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۵مه کلیزه ده.

د طالبانو حکومت د فاع سرپرست وزیر وايي، دوی د حکومت په جوړولو او حکومتي چارو کې د بل چا فرمایش نه مني او نه هم د نورو په خوښه حکومت کوي.

ملا محمد یعقوب مجاهد دا څرګندونې نن د اسد د ۲۸مې نېتې د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت په هغو مراسمو کې وکړې چې د طالبانو د حکومت له‌خوا د دوی د دفاع وزارت په انګړ کې جوړ شوي وو.

نوموړي زیاته کړه، دوی نړۍ سره په متقابل درناوي ولاړې، ټینګې اړیکې غواړي، خو هیڅکله به فشارونو ته تسلیم نه شي او نه به هم چاته د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکوي.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد

مجاهد دغه شان پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، له ګاوندیو هېوادونو وغوښتل چې دوی ته له ستونزو جوړولو ډډه وکړي.

هغه زیاتوي: "ګاونډیو هېوادونو ته ښه پیغام لرو چې هیڅکله هڅه مه کوئ چې یا په سرحداتو کې د ډیورنډ په فرضي کرښه یا په نورو سیمو کې موږ ته ستونزې جوړې کړئ، موږ که په سرحداتو حلقوي سړکونه جوړو، که پوستې جوړو، که بېزونه جوړو دا تاسو ته خطر نه دی بلکې موږ یوازې د خپلې خاورې نه دفاع کوو."

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې د دوشنبې په ورځ د اګست په ۱۲مه نېټه تورخم ته څېرمه په غوړکي سیمه کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یوه وسله‌واله نښته وشوه.

په ننګرهار کې طالب چارواکو رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي وو، نښته وروسته له هغې پیل شوه چې په سیمه کې طالب ځواکونو پوسته پراخوله، خو د پاکستان له لوري پرې ډزې وشوې او دوی هم ځوابي برید ترسره کړ.

Your browser doesn’t support HTML5

په تورخم کې طالب او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښته شوې

خبرپاڼه کې د دوو کسانو د وژل کېدو او درېیو نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی و.

د طالبانو د حکومت له خوا د اسد ۲۸مې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۵مه کلیزې په مناسبت دا جوړ شوي مراسم، په ژوندي بڼه د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د ملي راډیو تلوېزیون له لارې خپرېدل.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان پخوانیو چارواکو او سیاستوالو هم د دې ورځې په مناسبت په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ایکسپاڼه په یو بیان کې د خپلواک افغانستان لپاره د زده‌کړو په اړتیا ټینګار کړی او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې د نجونو پر وړاندې دې د هر ډول زده‌کړو دروازې پرانېزي.

د ملي مصالحې د عالي شورا مخکیني مشر عبدالله عبدالله په یو پیغام کې خلکو ته خپلواکۍ د ورځې مبارکې ورکړې او له افغانانو نه یې د یووالي غوښتنه کړې ده.

دا ورځ په ټولنیزو رسنیو کې عامو افغانانو هم په پراخ ډول نمانځلې ده.

د اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ورځ به د تېر جمهوري نظام پر مهال په ولسي کچه هم په پراخه او شاندارو مراسمو نمانځل کېدله، خو سږ کال د طالبانو حکومت له‌خوا په بېلابېلو برخو کې د محدودیتونو له امله د مختلفو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، په سیمو کې یې هېڅ ډول مراسم نه‌شته.

ننګرهار چېرته چې د افغانستان د ازادۍ ګټونکي پاچا امان‌الله خان مقبره ده، یو اوسېدونکي یې عطاالله ازادي راډيو ته وویل: "د اسد ۲۸مه د خپلواکۍ ورځ ده، نن رخصتي ده، خو دا ورځ د تېر په څېر د ولس له لوري نه نمانځل کېږي، پخوا به دا ورځ په شاندارو مراسمو نمانځل کېده."

د پلازمېنې کابل یو اوسېدونکی چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: "پخوا دلته په کابل کې د خپلواکۍ ورځ خلکو په شاندارو مراسمو نمانځله، خلک به په مېلو وتل، ټول به خوشحاله وو، درې رنګه بېرغونه به ورسره وو، خو نن هېڅ نه‌شته، کراره کراري ده، که څه هم نن رسمي رخصتي اعلان شوې ده، خو خلکو دا ورځ ونه نمانځله."

ارشیف: د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې د نمانخلو یو انخور

خو په امریکا او ډېری اروپايي هېوادونو کې د افغانانو له‌خوا د هنري کنسرتونو، غونډو، مشاعرو او ناستو په کولو دا ورځ په پراخه کچه نمانځل شوې ده.

نن د اسد یا زمري ۲۸مه له بریتانیا د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۵مه کلیزه ده.

د ۱۲۹۸لمریز کال د اسد په ۲۸مه نېته چې د ۱۹۱۹ زېږدیز کال د اګست له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د افغانستان د هغه وخت واکمن امان‌الله خان د هېواد د سیاسي خپلواکۍ اعلان وکړ او له هغې ورځې وروسته دا ورځ د افغانانو ترمنځ د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ورځې په نوم نمانځل کېږي.