د طالبانو درې کلنه واکمني او له تعليمه بې برخې نجونو کیسې

Your browser doesn’t support HTML5

هيله: د ښځو ليدلوری - په لومړي پاډکاسټ کې اورو چې پر افغانستان د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې پر هغو نجونو څه تيرېږي چې له زده کړو پاتې شوې دي. په دغو نجونو کې يوه هم حسنا وردګ هم ده چې د خپلو مړاوو هيلو کیسې کوي. هغه وايي د مکتب تر پينسله پورې یې له ځان سره ساتلی دی او د ښوونځي هغه بکس یې لا هم پخوانۍ خاطرې وریادوي چې همصنفۍ یې لاسليک ورته پر کړی و. حسنا وردګ وايي کاش چې يو ځل بیا د ښوونځيو د پرانیستلو زېری واوري. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د يو شمير افغان ښځو پر لاریونونو او نړیوالو بشري حقونو ادارو پر غوښتنو سربیره هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستلي. په دې اړه نورې خبرې او هیلې د فریده سیال په کوربه توب واورئ.