ملګري ملتونه: چرس په نړۍ کې د نشه‌يي موادو په لړ کې عامه نشه ګرځېدلې

ارشیف: په افغانستان کې یو معتاد د چرسو د څکلو پر مهال

ملګرو ملتونو موندلې چې په نړۍ کې د چرسو نشه عامه شوې او ډېری معتادین يې ځوانان دي.

۲۶ کلن رحمت الله د پکتیا ولایت اوسېدونکی او له څو کالو راهيسې د چرسو نشه کوي.

دی وايي پلار يې بنګې کرلې او ده هم له پلار سره یو ځای له بنګو څخه چرس ايستل چې په دې ډول په چرسو معتاد شو.

رحمت الله وايي چې دی لومړی په نشو نه پوهېده او یوازې به يې د مزدورۍ لپاره له پلار سره کار کاوه، خو کله چې ځوان شو، نو د چرسو په یوه دود معتاد شو.

هغه وویل: "موږ بنګې به مو کرلې، بنګې په یوه کوټه کې اچوي او بیا يې ټکوي، کله چې يې وټکوي له لومړۍ، دوهمې او دریمې دوړې څخه د چرسو تلی جوړوي. ما تلی راواخيست اور ته مې ونیو، ما ويل زه چرس څکوم، خو چرس هغه ډول نه څکول کېدل، بله ورځ کابل ته کډه شولو، یو معتاد راغی ما ته وايي ونيسه! چرس يې میده کړل او بیا يې په سګريټ کې واچول، چې یو دود سګریټی مې وواهه پر ځمکه ولوېدم، تر دې وروسته به له هغه معتاد سره ناست وم او چرس به مې ورسره څکول."

په نړۍ کې د نشه يي موادو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې، په ۲۰۲۴م کال کې د نشه يي موادو په لړ کې چرس تر نورو نشه يي موادو ډېر معتادین لري.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې په راپور کې راغلي چې، دا مهال په نړۍ کې د چرسو ۲۲۸ ميلیونه معتادین ژوند کوي او ډېری يې ځوانان دي.

د معتادینو د درملنې کارپوهان په ځينو لوېديځو هېوادونو کې د چرسو د نشې قانوني کېدل دې نشې ته د ځوانانو د هڅولو اصلي عامل بولي او وايي چې، که د دې کار مخه و نه نيول شي، امکان لري چې تر تنباکو يې هم معتادین ډېر شي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکتر فرید بزګر وايي چې لوېديځ د ځوانانو لپاره یوه الګو او نمونه ده، د لوېديځ په ځينو هېوادونو کې د چرسو قانوني کېدل د دې سبب شوی چې د وروسته پاته هېوادونو ځوانان هم د چرسو نشې ته وهڅول شي.

بزګر وویل: "پوهاوی رښتیا هم چې ډېر کم دی، دا چې په لوېديځ کې چرسو ته قانوني بڼه ورکول شوې یو دلیل يې دا دی چې له چرسو څخه يې زیان لرونکې برخه ايستلې ده، خو عام خلک دې ته پام نه کوي، دوی فکر کوي هغه چرس چې په لويديځ کې استعمالېږي او قانوني بڼه لري په افغانستان کې به هم چرس په همدې بڼه وي، حال دا چې د افغانستان چرس په هغه شکل نه دي، دا انګېزه په ځوانانو کې د چرسو استعمال ډېرولای شي او په راتلونکي کې به ناوړه پايلې ولري."

هغو معتادینو چې د ازادي راډيو له زهرو کاروان پروګرام سره مرکې کړي ډېری معتادینو يې ويلي چې دوی لومړی په سګرېټو او چرسو معتاد شوي او وروسته يې هيرويينو، ښیښې او نشه يي ګولیو ته مخه کړې ده.

د دې معتادینو کورنۍ وايي چې په افغانستان کې هر ډول نشه يي مواد ارزانه او اسانه پيدا کېږي، له همدې امله که معتاد هر وخت وغواړي د نشه يي موادو ډول بدلولای شي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکتر نعمان پوپل وايي، دوی ته په وروستیو کلونو کې هغه ځوانان معتادین ورغلي چې د چرسو د نشې له امله جدي روغتيايي ستونزې ورته پيدا شوي دي.

پوپل وویل: "هغه ناروغان چې چرس له تنباکو سره یو ځای استعمالوي، د دوی حافظه ګډه وډه وي او دماغي او رواني ناارامي ورته پيدا کېږي، په پايله کې لوړ عصبي فشار ورته پيدا کېږي، له دوامداره بې خوبۍ سره مخ کېږي چې اصلا د درملنې وړ نه ده او آن دا چې د ناروغ د مړينې سبب هم کېدای شي."

په افغانستان کې بنګې ښه ډېرې کرل کېږي، له دې بنګو څخه د ترلاسه شویو چرسو ډېره برخه په افغانستان کې مصرفېږي او څه برخه يې هم لومړی پاکستان، له پاکستان څخه خليجي هېوادونو او بیا له هغه ځایه اروپا ته قاچاق کېږي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

چرسو راپور


-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا