تهران کې د تماس سیمه‌ییزې ډلې غونډه؛ ګډونوال د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

د پلازمېنې تهران یوه څنډه

نن د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان لپاره د څو هېوادونو ځانګړي استازي جرګه کېږي او د افغانستان پر وضعیت په کې خبرې کېږي.

د تماس سیمه‌ییزې ډلې په دې دویمه غونډه کې د افغانستان لپاره د ایران، چین، روسیې او پاکستان ځانګړي استازي برخه لري.

د تهران په کوربه‌توب دغه غونډه نن شنبه د غبرګولي ۱۹مه کېږي چې د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان د راتلونکي په باب پر کاري چوکاټ بحث هم د غونډې په اجنډا کې شامل دی.

د تماس سیمه‌ییزې ډلې لومړۍ غونډه چې د همدغو هېوادونو استازي په کې حاضر وو، د تېر لمریز کال د سلواغې یا دلوې پر نهمه په کابل کې جوړه شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلام اباد کې یوه کنفرانس ته وویل، د ایران په کوربه‌توب د تماس سیمه‌ییزې ډلې دویمه غونډه د سولې، امنیت او ثبات د ډاډ ترلاسه کولو لپاره مهمه ده.

هغې ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي خان درانی په دې غونډه برخه اخلي.

غوث جانباز چې په روسیه کې یې د افغان ډیپلومات په توګه کار کړی وايي، په تهران کې د تماس سیمه‌ییزې ډلې نننۍ غونډه په واقعیت کې د دوحې د درېیمې غونډې پر اجنډا د بحث لپاره جوړه شوې ده.

جانبازوايي: په یو ترتیب دې راتلونکې ناستې ته د مسکو فارمټ په چوکاټ کې چمتووالی نیول کېږي.

جانباز وویل: "شته معلومات ښيي چې په دې غونډه کې به د سیمې ځواکمن هېوادونه لکه روسیه، چین او ایران د دوحې د درېیمې غونډې په اړه خپل دریځونه نور هم تثبیت او منسجم کړي چې د یوې مشترکې اجنډا په ترڅ کې راتلونکې غونډې ته ورشي. ښکاره خبره ده چې د سیمې هېوادونو ځینې اقدامات کړي، لکه د تروریستانو له لېست څخه د طالبانو د نوم لیرې کول، چې ځینو هېوادونو دا کار کړی او ځینو نورو ورته چمتووالی ښودلی. په یو ترتیب دې راتلونکې ناستې ته د مسکو فارمټ په چوکاټ کې چمتووالی نیول کېږي."

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره سې شنبه ویلي وو چې په تهران کې به د تماس ډلې په غونډه کې د دوحې د درېیمې غونډې پر اجنډا هم تمرکز وشي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب د دوحې درېیمه غونډه د جون مياشتې له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې په قطر کې د لسګونو هېوادونو او سازمانونو د استازو په حضور کې جوړه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

طالبانو ته هم د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې ده، خو طالبانو لا رسماً په دې غونډه کې د خپل ګډون اعلان نه دی کړی.

نه په تهران کې د تماس سیمه ییزې ډلې په نننۍ غونډه کې او نه هم د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو د حضور کوم څرک ښکاري. هغه څه چې د ښځو د حقونو د فعالانو او نورو بنسټونو عکس العملونه یې پارولي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار پرون په دې اړه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون ځینو بنسټونو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ته په یوه لیک کې خپلې اندېښنې بیان کړې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار

مېرمن بار وویل: "د بشري حقونو د څار سازمان او د بشري حقونو تر لسو زیاتو نورو بنسټونو روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو سرمنشي او غړو هېوادونو ته لیک ولېږه. په دې باب یې سخته اندېښنه وښوده چې ملګري ملتونه د دوحې درېیمه غونډه په څه ډول تنظیموي؟ یوه اندېښنه مو دا ده چې څرګندېږي د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو موضوع نوره هم څنډې ته کړای شوې ده. دویمه اندېښنه مو دا ده افغان ښځې چې د امنیت شورا د ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه لیک له مخې په دغه ډول غونډو کې د بشپړ ګډون او د خپل هېواد پر راتلونکي د بحث حق لري، ښکاري چې دوی هم څنډې ته کړای شوي دي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون خبر ورکړ چې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما له مشرې روزا اوتنبایووا سره د دوحې د درېیمې غونډې باب خبرې وکړې.

په دې اړه نور: د یوناما مشرې له متقي سره د دوحې غونډې پر جزییاتو او لازمو همغږیو خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې د غونډې اجنډا دې داسې ترتیب شي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.

پر افغانستان د دوحې دویمه غونډه د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې جوړه شوې وه چې طالبانو تر غونډې یوه ورځ مخکې په هغې کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره دوشنبه ویلي وو چې ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې غونډې اجنډا له طالبانو سره شریکه کړې ده.