غزه کې د اسراییلو د عملیاتو شدت او د نړیوالو لخوا د اوربند هڅې

غزه کې یو اسراییلي سرتېری

اسراییلي ځواکونو نن یکشنبې هم په غزه کې بریدونو ته دوام ورکړ خو چارواکو همدارنګه ویلي چې په سیمه کې د یوه اوربند د ټینګیدو او له حماس سره چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د یرغملو د خلاصون لپاره به په را روانو ورځو کې ډیپلوماتیکې هڅې بیا پیل شي.

د فرنسپرس خبري آژانس د راپورله مخې، په غزه کې د روانې جګړې په ترڅ کې چې د تېرکال د اوکتوبر د میاشتې په اومه نېټه د اسراییل پر قلمرو د حماس د پراخ برید وروسته پیل شوې، تېره شپه د اسراییل پوځ په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د غزې شمالي، مرکزي او جنوبي سیمې په نښه کړې وې.

د راپور له مخې، جګړه اوس ترډیره بریده مصر پولې ته څېرمه د غزې پر جنوبي ښار رفح متمرکزه ده چېرې چې اسراییل ژمنه کړې چې په دې سیمه کې به د حماس وروستي وسله وال له منځه وړي.

اسراییل د نړیوالو له سخت مخالفت سره سره په رفح کې ځمکني عملیات د می میاشتې له لومړیو راهیسې پیل کړي دي.

مصر له دغو عملیاتو سره د مخالفت په ترڅ کې ګډه پوله چې غزې ته د بشري مرستو رسولو یوه مهمه لاره بلل کیږي، تړلې وه خو نن یکشنبې یې د کیریم شالوم له دروازې پرمرستوبار لاریو ته بیا غزې ته د ننوتلو اجازه ورکړه.

په غزه کې د یوه اوربند لپاره د نړیوالو هڅو په ترڅ کې چې تراوسه یې نتیجه نه ده ورکړې، د امریکا ولسمشر جوبایډن د شنبې په ورځ وویل چې اداره یې په غزه کې د سمدستي اوربند د یقیني کولو لپاره چې یرغمل بیرته خپلو کورونو ته ستانه کړي، په بېړنۍ ډیپلوماسۍ کې ښکېله شوې ده.

د غزې یوه جګړه ځپلې

په عین حال کې مصر چې په غزه کې یې د یوه اوربند د رامنځته کولو لپاره منځګړیتوب کړی، د دې هېواد استخباراتو ته نژدې القاهره نیوز ته ویلي چې قاهره د یوه اوربند پر سر د خبرو د بیا پیلیدو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

د اسراییل رسنیو ویلي چې د دې هېواد د استخباراتو ریس ډیویډ بارني David Barnea په پاریس کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، CIA له مشر او قطري منځګړیو سره په کتنه کې د یوه اوربند لپاره د خبرو پرنوي چوکاټ سلا کړې ده.

یوه اسراییلي چارواکي د خپل نوم نه افشاکیدو په شرط پرون شنبې فرانسپرس ته وویل چې تمه ده روانه اونۍ دغه خبرې بیا پیل شي.

خو د حماس یوه جګپوړي چارواکي اوسامه حمدان Osama Hamdan الجزیره ټلویزیوني شبکې ته ویلي چې په دې برخه کې عملي کوم څه نشته او زیاته کړې یې ده چې یوازې اسراییل دا خبره کوي.

په غزه کې د اسراییل د بریدونو له دوام او د یوه اوربند لپاره د هڅو د بیا پیلیدو د راپورونو ترڅنګ د غزې روغتیایي چارواکو نن یکشنبې وویل چې په سیمه کې د اسراییل د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر۳۵ زره او ۹۸۴ تنو ته رسېدلی.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په دغو شمېرو کې لږترلږه هغه ۸۱ تنه هم شامل دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي.