د رییسي مړینې د ایرانیانو په منځ کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي

د ایران د مخکیني ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې له مراسمو یو انځور

د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي مړینې د ایرانیانو په منځ کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

د ایران د اتم ولسمشر له مړینې وروسته د ۱۹۸۸م کال د دوبي په ډله ییزو اعدامونو کې د هغه د رول په اړه بیا څرګندونې پارېدلي دي.

د هغه وخت د نږدې ۵۰۰۰ اعدام شویو کسانو د کورنۍ یو شمېر غړي چې د ازادي راډیو فردا څانګې سره غږېدلي د رییسي په مړینې خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې د دوی په خبره د "مرګ سمبول" په خپله مخ ولاړ.

سید ابراهیم رییسي او اوه نور کسان د یکشنبې په ورځ په ختیځ اذربایجان ولایت کې یوې هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې مړه شوه.

عصمت وطنپرست وایي، د ۱۹۸۸ یا د ۱۳۶۷ د ډله ییزو اعدامونو پر مهال یې د خپلې کورنۍ ۱۱ غړي له لاسه ورکړي دي.

هغه وویل: "رښتیا که ووایم چې زه څومره خوشحاله یم، هېڅ حد نه‌شته، هغه ټولې ورځې چې د تهران قصاب زموږ د ماشومانو ژوند واخیست، له هغه راهیسې چې ولسمشرۍ ته رسېدلی و په موږ ډېره سخته تېرېده، په موږ داغداره میندو چې د هغه قتل عام پاتې شوني یوو."

سید ابراهیم رییسي او اوه نور کسان د یکشنبې په ورځ په ختیځ اذربایجان ولایت کې یوې هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې مړه شوه.

د ګوهردشت او اېوین زندان یو پخوانی بندي او د خلق د فدایانو د مجاهدینو کیڼ اړخي سازمان غړي مهدي اصلاني ازادي راډیو ته ویلي: "د جلاد د مرګ په خبر که ووایم چې خوښ نه یو دروغ به مې ویلي وي. دا مرګ یوه عادلانه محاکمه او سزا وه چې ما یې هیله درلوده. ما چې د ۱۹۸۸ کال اعدامونه په سترګو لیدلي، دا خبر ښايي د وېرې د دغه حکومت د ټول عمر برابر د غمجنو میندو د زړونو مرهم شي."

ویل کېږي چې ابراهیم رییسي د ۱۹۸۸ کال په اوړي کې د ایران د خلق مجاهدین د تنظیم د څه کم ۵۰۰۰ غړو، محصلانو او د ایران د کیڼ اړخو سیاسي ګوندونو او ډلو د غړو په اعدام کې لاس درلود.

دا اعدامونه د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر ایت الله روح الله خمیني په امر شوي وو.

د ایران او عراق د جګړې په وروستیو کې خمیني په یوه فتوا کې اعلان وکړ چې د ده په وینا "مرتد" او هغه کسان چې د خمیني په وینا د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد یې وسله پورته کړې ده "د خدای سره جګړه کوي" او باید په اعدام محکوم شي.

د ځینو اټکلونو له مخې د اعدام شویو کسانو شمېر لسګونو زرو خلکو ته رسېږي.