د لاسرسۍ وړ لېنکونه
اصلي متن ته ورتلل
اصلي مېنو ته ورتلل
د لټون پاڼې ته مراجعه
نورې برخې
کورپاڼه
راپورونه
افغانستان
سیمه
منځنی ختیځ
نړۍ
خبرونه
افغانستان
نړۍ
مرکې
پروګرامونه
انځوریزه برخه
ورزش
د کډوالۍ بحران
'کووېډ-۱۹'
اړیکه
د خپرونو جدول
دري پاڼه
Azadi English
راسره ملګري شئ
د ازادې اروپا/ ازادي راډيو ټولې پاڼې
لټون
زنده
زنده
لټون
پخوانی
بل
تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱
فوتو ګالري
د ایران ختیځ کې هیلیکوپټره نسکور شوې؛ د ایران ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ځینې نور چارواکي په کې مړه شوي
غویی ۳۱, ۱۴۰۳
۱
د ایران د سرې میاشتې ټولنې دغه انځور خپور کړی چې په کې ښکاري نسکوره شوې هیلیکوپټره ټوټې ټوتې شوې ده.
۲
امبولاس او د ژغورونکو ډلې هغې سیمې ته روان دي چې ویل کېږي د ایران د ولسمشر او مل پلاوي هیلیکوپټره هلته لوېدلې.
دلته د ژغورنې عملیات د خرابې هوا له کبله له ستونزو سره مخ شوې وې، خو نن سهار د دې نسکورې شوې ټوټې وموندل شوې.
۳
د ایران د اذربایجان شرقي په ورزغان سیمه کې ژغورونکې ډلې د هیلیکوپټرې د وژل شوې عملې د ژغورنې عملیاتو پر مهال لیدل کېږي
۴
د عکس منځ کې د ایران مړ شوی ولسمشر ابراهیم رییسی او چپ لور ته د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د هیلیکوپټرې په پېښه کې له هغه سره یوځای مړ شوی دی.
دغه هیلیکوپټره چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نور حکومتي چارواکي یې لېږدول، پرون د خرابې هوا له کبله د ایران په شمال لوېدیځ کې نسکوره شوه.
۵
د ایران رهبر ایت الله علي خامنهاي پرون ویلي، د ایران خلک دې اندېښنه نه کوي، ځکه د ده په وینا د دغه هېواد په چارو کې به هېڅ ډول ځنډ او خنډ رانه شي.
۶
ابراهیم رییسي په اذربایجان شرقي ولایت کې چې له اذربایجان سره څېرمه پروت دی، د "قیز قلعه سي" په نوم د اوبو یو بند پرانیست، په دغو مراسمو کې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف هم برخه درلوده.
دغه انځور د مې په ۱۹مه اخیستل شوی او له دې پروګرام وروسته د ایران د ولسمشر او د هغه د ملګرو هیلیکوپټره په یوه ځنګلي او غرنیزه سیمه کې نسکوره شوه او نن سهار یې ټوټې وموندل شوې.
۷
د نسکورې شوې هیلیکوپټرې پېښه کې د وژل شوي ایراني ولسمشر ابراهیم رییسی انځور.
دغه انځور د ایران د نننۍ کابینې په غونډه کې د رییسي د ناستې ځای کې ایښودل شوی دی.
۸
توندلاری سیاستوال ۶۳ کلن ابراهیم رییسي په ۲۰۱۷م کال کې د حسن روحاني په وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ماتې خوړلې وه، خو په ۲۰۲۱م کال کې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ایران ختیځ کې هیلیکوپټره نسکور شوې؛ د ایران ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ځینې نور چارواکي په کې مړه شوي
اړوند مطالب
د ایران د مړ شوي بهرنیو چارو وزیر پېژندنه او د ژوند بېلابېل اړخونه
د رییسي مړینې د ایرانیانو په منځ کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي
Back to top
XS
SM
MD
LG