د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

د ایران د مړ شوي بهرنیو چارو وزیر پېژندنه او د ژوند بېلابېل اړخونه


د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ۱۹۶۰م کال کې د ایران په دامغان ښار کې زېږېدلی و.

هغه محافظه کاره شخصیت او د انقلاب ساتونکي ځواک ملاتړ ورسره و.

عبداللهیان د ایران-عراق جګړې پر مهال پوهنتون ته تللی او په نړیوالو اړیکو کې یې دوکتورا اخیستې وه.

هغه په ۱۹۹۰م کلونو کې په عراق کې د ایران په سفارت کې وټاکل شو.

امیر عبداللهیان د ایران بهرنیو چارو په وزارت کې په بېلابېلو څوکیو کار کړی دی.

هغه د بحرین سفیر، د عربي او افریقایي چارو مرستیال وزیر او د فارس خلیج څانګې مشر هم پاتی شوی دی.

نوموړي له قاسم سلیماني سره نږدې اړیکه لرله.

سلیماني د ایران انقلاب ساتونکي ځواک د قدس څانګې قومندان و، هغه په ۲۰۲۰م کال کې د بغداد سره نېږدې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو.

امیر عبداللهیان په ۲۰۱۶م کال کې، په عمان کې د ایران د استازي په توګه ټاکنه رد کړه او وزارت یې پرېښود، بیا د پارلمان د مشر علي لاریجاني د بهرنیو چارو سلاکار شو.

هغه د لوېدیځ په اړه بې باوره او د ایران د جنګي ډلو او ملګرو ملاتړی و.

امیر عبداللهیان په ۲۰۲۱م کال کې د رییسي په حکومت کې د لوېدیځ سره د اړیکو پرې کولو او په منځني ختیځ تمرکز کولو لپاره د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.

د ایران دولتي تلوېزیون تایید کړه چې ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره مل دولتي هیئت، د هیلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

د ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ژغورونکو نن سهار د هیلیکوپټرې د نسکورېدو په ساحه کې د هیلیکوپټرې د بدنې ټوټې وموندې.

په الوتکه کې د ابراهیم رییسي او حسین امیر عبداللهیان تر څنګ یو اته کسیز دولتي هیئت هم مل و.

د ایراني رسنیو په وینا، دغه هیلیکوپټره پرون "د خرابې هوا له کبله" د ایران په شمال لوېدیځ کې نسکوره شوه.

ابراهیم رییسي په اذربایجان شرقي ولایت کې چې له اذربایجان هېواد سره څېرمه پروت دی، د "قیز قلعه سي" په نوم د اوبو یو بند پرانیست، په دغو مراسمو کې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف هم برخه درلوده.

دا هیلیکوپټره تبرېز ته د ستنېدو په حال کې وه، چې ظاهراً د جلفا په نوم له یوې غرنۍ او ځنګلي سیمې د تېرېدو په حال کې نسکوره شوه.

XS
SM
MD
LG