افغانستان کې پر نجونو بندیزونه او د کیسه لیکنې یوه فستیوال کې د لیکوالې رڼا زرمتۍ لومړی مقام

افغان لیکواله، رڼا زرمتۍ

په اسټرالیا کې مېشتې افغان لیکوالې رڼا زرمتۍ په پښتو برخه کې د اکرم عثمان ادبي جایزې، د سږني فیستیوال لومړۍ جایزه وګټله.

رڼا زرمتۍ چې په کال ۱۹۹۴ کې په پکتیا ولایت کې زېږېدلې او د لسانس تر کچه یې د پښتو ادبیاتو په برخه کې زده کړې کړې دي، دا جایزه ورته د مۍ په څلورمه د سویډن په ستاکهولم ښار کې د فیستیوال د جوړونکو فردا هنري او فرهنګي کلوپ له خوا ورکړل شوه.

دې دا جایزه د خپلې لنډې کیسې، «اسیه او شینو» له امله ګټلې.

نوموړې د خپلې دې کیسې په اړه چې په ۱۴۰۲ لمریز کال یې لیکلی، ازادي راډيو ته وویل: " د دې کیسې موضوع په داسې یوې نجلۍ ده چې له مغزو شاته پاتې ده او کورنۍ یې اسیه په یوې پنجره کې ساتلې څو ځانته او نورو ته زیان ونه رسوي."

رڼا وايي په دې کیسه کې له اسیا سره د ټولنې چلند او د هغې د رغیدو لپاره د پلار د مینې او کوښښ په اړه راغلي دي.

د رڼا زرمتۍ تر اوسه ماشومانو ته د کیسو دوه کتابونه " نېمګړی ماشوم" او " د هسکې هوډ" چاپ شوي دي، هغه د ماشومانو د ادبیاتو د کور غړې هم ده.

د اکرم عثمان د ادبي جایزې د څلورم فیستیوال د پښتو کیسو یو ارزونکی، عبدالوکیل سوله مل، د رڼا زرمتۍ د کیسې "اسیه او شینو" په اړه ازادي راډيو ته وویل: " د کیسې موضوع نوې وه، په زړه پورې وه، یوه ابتکاري موضوع وه. ښه یې هم لیکلې وه. دا کیسه یو ډېر ښه پیغام هم لري چې هغه ماشومان چې اوتیزم لري، له دوی سره میندې او پلورنه او په ټوله کې لویان څنګه چلند وکړي."

د اکرم عثمان د ادبي جایزې د فستیوال لوګو

دا کیسه یوې بلې افغان لیکوالې نګین ګرګر تازه انګریزي ژبې ته هم ژباړلې ده.

رڼا زرمتۍ وايي د لیکلو سفر یې له پوهنتون څخه پیل شوی، دا چې څنګه په اړه یې وايي: " کله چې د ادبیاتو پوهنڅي په دوهم ټولګي کې وم، تل به مې لیدل چې ټولګیوال به مې د شعرونو او کیسو په لیکلو اخته ول، د هغو له اوریدلو او لوستلو ورسته ماسره هم د لیکوالي مینه پیدا شوه او ومې غوښتل په دې برخه کې خپل ځان وازمویم. "

رڼا زرمتۍ په داسې حال کې د اکرم عثمان ادبي جایزه ګټلې چې د افغانستان دننه، ټولې نجونې او مېرمنې له شپږم ټولګي پورته له هر ډول زده کړو او د ټولنې په هره برخه کې له ګډون بې برخې دي.

د افغانستان اوسني شرایطو ته په کتو، رڼا زرمتۍ ځوانانو ته یو پیغام لري.

" خپل وخت بې ځایه مه ضایع کوئ. تل کتابونه ولولئ او خپل واړه خویندې او ورونه هم د کتابونو په لوستلو روږدي کړئ. خپلو موخو ته د رسېدو لپاره تل هلې ځلې وکړئ او هیڅ کله له ژوند او له شرایطو څخه مه نا هیلۍ کیږئ."

د اکرم عثمان ادبي جایزې په څلورم فیستیوال کې، په پښتو برخه کې دوهمه جایزه نازو پسرلی او درېیمه رحمت شاه فراز وګټله. په دري برخه کې لومړۍ جایزه حسین حیدر بیګي، دوهمه رامین رازق پور او درېیمه فاطمې خاوري او زینب اخلاقي په خپلو نومونو کړه.

په سويډن کې د فردا هنري او فرهنګي کلوب په نوم د افغان لیکوالو یو بنسټ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې، د افغانستان مشهور کیسه لیکوال او کیسه بول محمد اکرم عثمان په نوم دا فیستیوال اعلان کړ.

افغان لیکوال محمد اکرم عثمان چې په کیسه لیکنې او کیسه وینه کې یې ځانګړی نوم درلود د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی و چې په کال ۱۳۱۶ هجري لمریز کې زېږېدلی او په کال ۱۳۹۵ لمریز کې یې له نړۍ سترګې پتې کړې دي.

د هغه له مشهورې کیسې «مردها ره قول است » څخه فلم هم جوړ شوی دی.