۱۱ میلیونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین او ویټامین اې ورکولو کمپاین پيل شو

ارشیف

نن دوشنبه د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج ضد واکسین د ورکړې کمپاین پیل شو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه څلور ورځني کمپاین کې چې د ځينو نورو ادارو په مرسته پلى کېږي، شاوخوا یوولس میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به د پولیو ضد واکسین او ویټامین A ورکړل شي.

د ډاکټرانو په خبره، ویټامین اې د سترګو د لید او ايميني سیسټم په پیاوړتیا، له ناروغیو سره د مبارزې او د ودې او نمو په برخه کې اغېزناک رول لوبوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو د عملیاتي مرکز مشر ډاکټر عبدالقدوس بریالي ازادي راډیو ته وویل:

" پرته له ځینو ولایتونو لکه بدخشان، لغمان، دایکندي، غور او بامیان، چې د اورښتونو له امله به کمپاین په ځنډ سره پکې پیل شي نن په ټول افغانستان کې کمپاين پیل شو په بدخشان او لغمان کې به سبا پیل شي، او په نورو ولایتونو کې به په راتلونکو ۱۵ ورځو کې پیل شي."

روغتیا پوهانو له کورنیو غوښتي چې د دې کمپاین پر مهال همکاري ورسره وکړي

ښاغلي بریالي له کورنیو وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د واکسین په تطبیق کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې له ماشومانو نه د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د وجهي صندوق ( یونېسف) د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو پخوانی مسوول کمال شاه سيد وايي، د اوړي موسم د پوليو د ويروس د خپرېدو وخت دى او له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو او په ځينو ولايتونو کې وروستيو بارانونو او سېلابونو ته په کتو باید د پوليو تطبیق برخه کې ډېره پاملرنه وشي.

"د عامې روغتیا چارواکي باید ډاډ ترلاسه کړي چې له ۹۵ سلنې څخه ډېر ماشومان واکسین کړي، ځکه چې دا د ګرميو د موسم پیل دی او د ناروغۍ ګواښ ډېر دی او له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنیدل د دې ناروغۍ ګواښ زیاتوي."

د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکې شګوفې ازادۍ راډيو ته وويل:

"دوه ماشومان مې دي يوه ته مې واکسين کړى وو يوه ته مې نه و کړى اوس په پوليو اخته شو، غواړم هغه ته هم واکسين وکړم قطرې ور واچوم، زمونږ کلي کې واکسين نشته، سږکال هېچا نه دي کړي زمونږ کلي ته واکسين نه راځي."

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکى وارث خان صادق وايي چې خپل ماشومان واکسين کوي او له کورنيو هم غواړي، چې خپل ماشومان واکسين کړي.

"زه پخپله د کورنۍ ټول ماشومان واکسین کوم. له ټولو مېندو او پلرونو غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي او د هغوی ژوند وژغوري."

د پولیو پر وړاندې دا کمپاین ۴ ورځنی دی او د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې ترسره کیږي

که څه هم د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د دې ناروغۍ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو په ۲۰۲۳ کال کې په ننګرهار ولایت کې شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د دغه ویروس دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان او یو شمېر نورو ادارو اندېښنه ښودلې وه چې له پاکستانه به د افغان کډوالو راستنېدل د دغه ویروس د خپرېدو ګواښ ډېر کړي.

د یادونې ده چې د پولیو د تشخیص لومړنی لابراتوار د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې په کابل کې د پولیو د لابراتوار د نړیوالې شبکې او د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته پرانیستل شو.

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې ماشومان فلج کوي او د مخنیوي یوازینۍ لار یې واکسین دی.

افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې تر اوسه له منځه نه ده تللې.