د ملا هبت الله فرمان؛ له دولتي مامورینو له معاشونو د تقاعد پیسو ګرځول ودروئ

د تقاعد د خزینې ریاست - کابل

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د مالیې وزارت ته حکم کړی چې د ټولو دولتي کارکوونکو له معاش څخه نور د تقاعد پیسې وانخلي.

د طالبانو د مشر د حکم پر اساس، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له لومړۍ میاشتې څخه د ملکي او پوځي کارکوونکو له معاشه د تقاعد لپاره پیسې نه اخیستل کېږي.

که څه هم په کندهار کې د ملاهبت الله اخوندزاده له دفتره دا حکم د حمل په لومړۍ نېټه صادر شوی، خو پرون رسنیز شو.

په حکم کې د مالیې وزارت ته ویل شوي چې د ټولو برحاله ملکي او پوځي مامورینو د ګومارنې نېټه، د کار موده او د تقاعده لپاره ټاکل شوې پیسې معلومې کړي او دوی ته یې په اړه معلومات ورکړي.

د طالبانو مشر دا حکم په داسي حال کې صادر کړی چې د افغانستان د متقاعدینو ټولنه وايي، له درېیو کلونو راهیسې متقاعدینو ته معاش نه دی ورکړل شوی.

مخکیني دولتي کارکوونکي وخت پر وخت د تقاعد پیسو له نه ورکول کېدو شکایت لري

عبدالواسیع یو له هغو متقاعدانو څخه دی چې وايي نژدې درې کاله کیږي چې تقاعدي نه ده ورکړل شوې:

" ما ۴۵ کاله د معارف په مطبعه کې دنده ترسره کړې، له شپې تر سهاره پورې مې کار کاوه، اوس چې تقاعد شوی یم، درې کاله کېږي چې په بې وزلۍ او بېچارګۍ کې ژوند کوم له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې اوس د روژې د مبارکې میاشتې لپاره زمونږ تقاعد راکړي."

څرګنده نه ده چې د طالبانو مالیې وزارت د دوی د مشر نوی فرمان په کومه بڼه عملي کوي

د متقاعدانو د ټولنې مشر افندي سنګر ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت ژمنه کړې وه چې په لنډ وخت کې به د متقاعدانو معاش ورکړي، خو دا ده میاشتې یې وځي مګر د دوی د تقاعدي د حق درک نه شته.

هغه زیاتوي:

" نن په افغانستان کې تر ټولو غريب او بې وزله خلک متقاعدين دي چې سپېن ږيري شوي او نور کار نه شي کولى، ځینې متقاعدين سخت کارونه کوي او ناروغان دي. ښاغلي مجاهد صاحب هم موږ ته ويلي و چې دوی خپل مشر ته طرحه استولې او ډېر ژر به د متقاعدینو حقوق ورکړل شي خو له شپږو میاشتو څخه زیات وخت واوښت معاشونه یې لا هم نه دي ورکړل شوي."

ښاغلي سنګر ازادي راډيو ته همداراز وویل چې په تېرو درېيو كلونو كې ډېرو متقاعدينو سختې ورځې تېرې کړي او په ژمي، روژه او اختر کې له ستونزو سره مخامخ وي.