طالبان: د یو کال لپاره به موټر چلوونکي پاکستان ته په موقتو اسنادو تګ راتګ کوي

د تورخم دروازې یوه څنډه

په داسې حال کې، چې سبا د مارچ ۳۱مه د پاکستان حکومت بې ویزې او بې پاسپورټه باروړونکو موټر چلوونکو لپاره هغه هېواد ته د ننوتلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل وه، د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ د دې شرط د لرې کېدلو خبره کوي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، له پاکستاني لوري سره د نوې هوکړې له مخې به د یو بل کال لپاره هم دا موټر چلوونکي په موقتو اسنادو تګ راتګ کوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد رسنیو ته په یو استولي ویډیوي کلیپ کې ویلي: "له پاکستاني پلاوي سره د یوه کال لپاره د موقتي اسنادو پر بنسټ د لاریو د ازاد تګ راتګ په هدف هوکړه شوې چې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې د عملي کېدو وړ ده."

مخکې د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی و چې د مارچ له ۳۱مې نېټې وروسته بې ویزې او بې پاسپورټه باروړونکي موټر چلوونکي نه شي کولی دغه هېواد ته داخل شي.

د پاک افغان سوداګرۍ خونې مسوولان هم مني چې د ویزې شرط لیرې شوی او په ټکو یې دا د دواړو لوریو سوداګرو لپاره مهم پرمختګ دی.

خان جان الکوزی

د دې خونې یوه مسول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل: "د لاریو په اړه یو کال لپاره دا پرېکړه تمدید شوه چې د یو کال لپاره به په زاړه سیستم موټرې تګ راتګ کوي او په دې موده کې د افغانستان او پاکستان له لوري د لاریو لپاره یو میکانېزم جوړېږي او بیا به تصویبېږي، خو دستي لپاره دا ستونزه حل شوه او موټرې تګ راتګ کوي."

یو شمېر افغان سوداګر هم په موټر چلوونکو د ویزې او پاسپورټ شرط لیرې کول د دواړو هېوادونو د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره ښه اقدام بولي او د دغه پرېکړې هرکلی کوي.

د تازه مېوې یو افغان سوداګر حاجي یمین ازادي راډيو ته وویل: "ټول سوداګر په دې پرېکړه ډېر خوشحاله دي، خو هیله لرو چې دا پرېکړه تر اخره عملي شي."

په پېښور د سوداګرۍ د خونې مسوول زاهدالله شينواري هم ازادي راډيو ته وويل داسې یو میکانېزم باید رامنځته شي چې له مخې یې د سوداګریزو موټرو د تګ راتګ په وړاندې ستونزې د تل لپاره پای ته ورسېږي.

د یادونې ده چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ کابل ته لاړ او د دوه ورځیني سفر په لړ کې یې له بېلابېلو طالب چا رواکو سره د دوو هیوادونو د سوداګري اړیکو په لار کې د پرتو خنډونو د حل کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.

په هغه اعلامیه کې چې په دې اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه خپره کړې، راغلي چې د د دواړو لوریو ترمنځ په دوه ورځینو خبرو کې له سیاست څخه د سوداګرۍ پر جلاوالي ټینګار وشو.

خو افغان سوداګر له پاکستاني لوري نه د ژمنو د عملي کېدو غوښتنه کوي او وايي پاکستان ډېری وخت د سوداګرۍ په برخه کې خپلې کړې ژمنې له پامه غورځوي او هر وخت یې سیاسي مسایل له سوداګرۍ سره ګډ کړي وي.