یو شمېر فعالانو د افغان نجونو لپاره یو انلاین ښوونځی جوړ کړی

ارشیف

د زده کړو د برخې یو شمېر فعالانو په جلا وطنۍ کې د افغان نجونو لپاره یو انلاین ښوونځی جوړ کړی دی.

له زده کړو څخه د بې برخو افغان نجونو لپاره د انلاین زده کړو د زمینې برابرولو په دوام، د زده کړو د برخې یو شمېر فعالانو په جلا وطنۍ کې دوی لپاره، د سوله ایکس په نوم یو انلاین ښوونځی جوړ کړی دی.

د دې ښوونځي مسوولې او یو له بنسټ ایښودونکو شبانې بسیج راسخ د مارچ په ۲۶مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: "که څه هم دا ښوونځی د حضوري زده کړو بدیل او یا برابر نه شي کېدای، خو دا د هغو نجونو لپاره یو بدیل دی چې زده کړې یې په ټپه درېدلي."

نوموړې زیاته کړې: "موږ دا د امېد د رڼا او ټولګیو ته د بېرته راستنېدو په لاره کې لومړی ګام ګڼو."

د سوله ایکس ښوونځي بنسټ ایښودونکو همدا راز زیاته کړې چې د دې ښوونځي په نظریه یې له کلونو راهیسې کار کاوه، خو په ۲۰۲۲ کال کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته یې د سوله ایکس چمتو کول چټک کړل.

مېرمن راسخ په خپله ایکس پاڼه لیکلي: "د دغه بندیز اعلان او همدارنګه په ۲۰۲۳ کال کې د سولې په ښوونځي کې د نوم لیکنې غیر عادي غبرګون (د ۳۱ څوکیو لپاره ۲۰۰۰ غوښتنلیکونو) دا معلومه کړه چې هغو فرصتونو ته اړتیا او لېوالتیا څومره زیاته ده چې سوله ایکس یې وړاندې کولی شي."

سوله ایکس انلاین ښوونځی له اووم څخه تر ۱۲ ټولګي پورې د افغانستان د ښوونیز نصاب مضامین، لکه ساینس، ریاضي، ټولنیز علوم، دري، پښتو، اسلامي علوم او نور مضامین تر پوښښ لاندې راولي.

په دې ښوونځي کې چې د مارچ میاشتې په ۳۰مه نیټه پیلېږي، په دري، پښتو او انګلیسي ژبو تدریسېږي.

له زده کړو څخه بې برخې یو شمېر نجونې د دوی د زده کړو لپاره د دې ډول هڅو څخه د هرکلي تر څنګ وايي چې انلاین زده کړې هیڅکله د حضوري زده کړو بدیل نه شي کېدای.

بهار چې د یوولسم ټولګي زده کوونکې وه او اوس په کور ناسته ده وايي چې له کله نه چې له ښوونځيو راګرځول شوې، انلاین زده کړو ته یې مخه کړې او لنډ مهاله انلاین کورسونو او همدا ډول انلاین ښوونځيو کې یې ګډون کړی.

هغه وايي: "زما په اند دا هیڅکله نه شي کولای چې د حضوري زده کړو بدیل شي، خو د ټولو هغو نجونو لپاره چې په دې شرایطو کې دي یو ښه او ګټور فرصت دی چې له بېکارۍ او خپګان څخه لرې واوسي او یو سالم مصروفیت ولري."

له زده کړو بې برخې یوه بله نجلۍ فاطمه د انلاین زده کړو د خنډونو په اړه وايي: "یوه له سترو ننګونو څخه چې له بده مرغه موږ ورسره مخ یو دا ده چې انټرنېټ ډیر ضعیفه دی او بیې یې هم لوړې دي او بله دا چې د انلاین زده کړو فرهنګ لا هم په افغانستان کې نه دی رایج شوی."

د یادونې ده چې د سوله ایکس ښوونځي مسووله شبانه بسیج راسخ د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې په کابل کې په پټه زده‌کړې کړي او وروسته یې خپلې لوړې زده‌کړې په متحده ایالتونو کې بشپړې کړې.

هغې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خپله ټولنه رواندا ته ولېږدوله او هلته یې د شپې د یوازېني ښوونځي په پرانيستلو سره افغان نجونو ته د زده‌ کړې او د شپې اوسېدو بشپړ امکانات برابر کړي دي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او په پوهنتونو کې د دوی پر لوړو زده کړو بندیز ولګاوه.

نړیوالې ټولنې، ملګري ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو په وار وار د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه په خپله پرېکړه کې کوم بدلون نه دی راوستی.