د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

اسټرالیا له افغانستان سره د شل اووره لوبو پلان شوې لړۍ وځنډوله


د افغانستان او اسټرالیا د یوې مخکینۍ لوبې تصویر
د افغانستان او اسټرالیا د یوې مخکینۍ لوبې تصویر

اسټرالیا د هغه څه لپاره د بشري حقونو مسایل یې بللي، له افغانستان سره د شل اووره لوبو پلان شوې لړۍ وځنډوله.

د کرک انفو ویبپاڼې د راپور له مخې، د اسټرالیا کرکټ بورډ نن په یوه بیان کې وویل چې د افغان نجونو او ښځو د بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ ناخوالو له کبله د اسټرالیا له حکومت سره تر سلامشورو وروسته یې دا پرېکړه کړې.

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د درېیو شل اووره لوبو لړۍ د روان کال په اګست میاشت کې پلان شوې وه.

د اسټرالیا کرکټ بورډ په ۲۰۲۱ کال کې وروسته له دې چې طالبانو له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه هم له افغانستان سره لومړنۍ ټسټ لوبه او بیا په ۲۰۲۳ کال کې د یوورځنیو لوبو لړۍ لغو کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG