یوه تازه ټولپوښتنه: افغانستان په نړۍ کې تر ټولو غمجن هېواد پېژندل شوى

ارشیف: په کابل کې د یوې چاودنې له کبله د وژل شوې نجلۍ کورنۍ د هغه په قبر دعا کوي. دغه نجلې په دشت برچي کې د چاودنې له کبله وژل شوې وه.

د ګالوپ د نړيوالې موسسې د تازه ټولپوښتنې له مخې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو غمجن هېواد پېژندل شوى دی.

افغانستان يوځل بيا په نړۍ کې د تر ټولو غمجن هېواد په توګه وپېژندل شو.

د ګالوپ موسسې د چهارشنبې په ورځ د مارچ په۲۰ په نړۍ کې د خوښۍ په کلني راپور کې د یوې نوې نړیوالې ټول پوښتنې پايلې خپرې کړي او ویې ویل چې افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د نړۍ د ناراضي هېوادونو په ډله کې دى.

دا ډلبندي د ٢٠٢١ تر ٢٠٣٢ کلونو د منځنۍ ارزونې پر بنسټ شوې چې افغانستان په وروستيو درې کلونو کې په پرله پسې توګه د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد په توګه پېژندل شوى.

خو دا اووم کال دى چې فنلنډ هېواد د نورو هېوادونو په ډله کې تر ټولو خوښ هېواد کېږي.

فنلنډ په شمالي اروپا کې پروت هېواد دى چې لوی اقتصادي ځواک ګڼل کېږي او له ډېرې ښې ټولنیزې هوساینې څخه برخمن دی.

دغه احصائيه د ګالوپ د نړیوالې ټولپوښتنې له پايلو ترلاسه شوې چې په کې د نړۍ د کارپوهانو له لوري د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو د اوسېدونکو د شاوخوا زرو کسانو څخه پوښتنې شوي.

له افغانستان وروسته لبنان، لسوتو، سیرالیون، کانګو، زیمبابوې، بوتسوانا، مالاوی، استواتینی او زامبیا هم د نړۍ لس نور ناراضي هېوادونه دي.

له فنلنډ وروسته، ډانمارک، ایسلنډ، سویډن، اسراییل، هالنډ، ناروې، لوګزامبورګ، سویس او استرالیا هم له لومړي تر لسم مقامه د نړۍ په خوښو هېوادونو کې راغلي دي.

په همدې حال کې بریتانیا په ۲۰ او امریکا په ۲۳ مقام کې ځای لري.

خو پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د خلکو د ناخوښۍ او خپګان لاملونه څه دي؟

د تخار ولایت اوسېدونکې پاریسا مبارز ازادي راډیو ته وویل چې له ټولو اساسي حقونو او په ځانګړي ډول د کار له حقه بې برخې کېدل د هغې د خپګان یو ستر لامل دی.

اغلې مبارز: کوم بنديزونه لګېدلي پر کورونو کې غمجنې ناستې يو. ټولې خوښۍ چې مونږ درلودې اوس يې نه لرو.

هغه وايي: "د طالبانو د حکومت له واکمنۍ وروسته مونږ له خپلو کارونو منفک شو او کومې خوښۍ چې مونږ درلودې په خپل ژوند او اوس چې کوم بنديزونه لګېدلي پر کورونو کې غمجنې ناستې يو. ټولې خوښۍ چې مونږ درلودې اوس يې نه لرو."

طوفان رهنورد، چې د سياره په نوم د یوټیوب چینل مسوول دى او په کابل کې اوسېږي، ازادي راډیو ته یې وویل: "هغه څه چې ما ځوروي هغه د افغانستان سیاسي وضعیت دی چې یوشان نه دی او د افغانستان اقتصادي وضعیت دی. د روغتیا کور او موټر بیمې ته پام نه دى شوى. تل دې ته فکر کوم که یوه ورځ زما د کورنۍ غړي ناروغه شي، ډاکتر لپاره پیسې نه لرم، دا په خپله یوه اندېښنه ده."

د کابل د دشت برچي اوسېدونکى غدير تابش بيا د خلکو د ناخوښۍ او نارضایتۍ بل لامل امنيتي ستونزې او په امنيتي پېښو کې د دوى د خپلوانو وژل کېدل په ګوته کوي.

هغه وايي: "زه فکر نه کوم چې بل هېواد دې هم له داسې ستونزو سره مخ وي لکه افغانستان چې مخ دى، د مثال په توګه دوه میاشتې مخکې زموږ یو دوست په ترهګريز برید کې ووژل شو، د کورنيو لپاره دا ډېره سخته ده چې د کورنۍ غړي او خپلوان يې فلج او معيوبه شي، لاس او پښې یې پرې شي دا د دې لامل کېږي چې خوښي د افغانستان د خلکو له زړونو او ذهنونو لرې شي. بل مثال يې زه خپله چې لور مې سږ کال هم ښوونځي ته له تللو پاتې شوه او هره ورځ دې هغې اوښکې، ژړا، خپګان او رواني حالت پر مونږ هم منفي اغېز کوي."

د تابش په وينا، د کورنيو لپاره د تفريحي مناسب ځاى او امکانات هم نه شته او کوم کم امکانات چې په دې برخه کې وو هم د طالبانو په راتګ سره د له منځه تللو په حال کې دي.

خو ارواپوهان په دې باور دي چې کورنۍ باید د امکان تر کچې هڅه وکړي چې په کور کې ځانته د تفریح او خوښۍ فضا رامنځته کړي.

ارواپوه حکمت الله صدیقي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د دې لپاره چې خوشحاله پاتې شي بايد خپله کوښښ وکړي سيل او سياحت وکړي که بهر نه شي تللى بايد کورونو کې خپله ځانته بوختياوې جوړې کړې نوې مفکورې پيدا کړي. ټولنې سره دې په ارتباط کې ووسي، مسووليت مننونکي دې وي، بايد وېره او ماته يې د پرمختګ مخه ډب نه کړي."

د ګالوپ راپور په بېلابېلو هیوادونو کې د خوښۍ او د ژوند څخه د رضایت کچه ارزوي.

د دې موسسې د خوښۍ کلنۍ راپور د ملګرو ملتونو د دوامدار پراختیا د حل لارو شبکې اکسفورډ او د دارلانشا بورډ په همکارۍ جوړ شوی.

د راپور تولیدونکي د دغه ډلبندۍ لپاره له بېلابېلو شاخصونو لکه اقتصادي وضعیت په ټولنه کې د باور او عدالت کچه، او همدارنګه په حکومت باندې باور او نورو شاخصونو استفاده کوي.