طالبانو او ځینو بنسټونو د یوناما د ماموریت د غځېدو هرکلی وکړ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور

د طالبانو د حکومت په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د ماموریت د غځېدو هرکلی کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د ماموریت غځېدل د ځینو غوښتنو سره د افغانستان په خیر ګڼلي، په ملګرو ملتونو سازمان کې یې دوی ته د افغانستان څوکۍ په سپارلو هم ټینګار کړی، خو دغه هېواد لپاره یې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو غږیز پیغام کې چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډيو خپور کړی، ویلي چې افغانستان اوسمهال د نړۍ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته اړتیا لري او یوناما کولای شي په دې برخه کې اړیکود ټینګولو لامل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

خو نوموړي یو شمېر غوښتنې هم مطرح کړې: "د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې یوناما په سمه توګه استازولي وکړي، د افغانستان او نړۍ ترمنځ د ډیپلوماټیکي اړیکو په برخه کې خپله دنده ترسره کړي، ځکه مسایل د خبرو له لارې حل کېږي، دغه شان باید د افغانستان د خلکو حق ورکړل شي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید افغانستان ته ورکړل شي او د ناوړه فشارونو، بندیزونو او په ځینو برخو کې د ناوړه تورونو له لګولو دې ډډه وشي."

ذبیح الله مجاهد یو وار بیا د افغانستان بانک د پانګې د خلاصولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت له نړۍ او ملګرو ملتونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځېدو د هرکلي ترڅنګ ویلي، په داسې وخت کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی، په دې برخه کې د یوناما د څارنې او راپور ورکولو ماموریت خورا مهم دی.

دغه سازمان په خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې له یوناما غوښتي چې پر طالبانو دې فشار راوړي ترڅو ټول هغه فرمانونه چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کوي بېرته واخلي.

په بیان کې دغه شان غوښتنه شوې چې یوناما دې په افغانستان کې د بشري حقونو بېړني حالت ته لومړیتوب ورکړي او د ښځو، نجونو او لږکیو پر حقونو تمرکز وکړي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هیدربار په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د یوناما د ماموریت د مودې غځېدل ښه خبر دی او د دې مودې غځېدل د بشري حقونو راپور ورکول پیاوړي کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشره هیدر بار

اغلې هیدبار د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوار نه غوښتي چې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د مسولیتونو د ملاتړ لپاره لا ډېر کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ غړو تېره شپه د پرېکړه لیک په تصویبولو سره د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید کړ.

په دې اړه نور: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت تمدید کړ

په امنیت شورا کې د متحدوایالتونو استازې د پرېکړه لیک پر بنسټ د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پر اړتیا هم ټینګار وکړ، خو طالب چارواکو مخکې په دې اړه ویلي چې د یونما په شتون کې ورته اړتیا نه شته.

جاپان په امنیت شورا کې د افغانستان لپاره د دغه پرېکړه لیک مسوده چمتو کړې وه.

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۰۲م کال د مارچ په ۲۸مه رسماً پیل شو، خو د فعاليت موده يې هر کال د امنیت شورا د غړو د رایو پر بنسټ غځول کېږي.