د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت تمدید کړ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بېګانۍ غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د فعالیت دوره د یوه بل کال لپاره تمدید شوه.

د جاپان استازي یامازاکي کازویوکي چې هېواد یې د امنیت شورا دوره یي مشري کوي د غونډې په پیل کې د پرېکړه لیک مسوده د رایو لپاره وړاندې کړه چې د رایو په غوڅ اکثریت تصویب شوه.

وروسته یامازاکي په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي د یوناما د ماموریت تمدید په اوسني وخت کې یوه مهمه اړتیا وبلله.

هغه زیاته کړه: "د یوناما رول تربل هر وخت اوس ډېر مهم دی چې افغانستان د بشري حقونو په تېره د نجونو او ښځو لپاره له دې بد بشري حالت څخه وژغوري. د یوناما د ماموریت حضور ته اړتیا شته هغه هم په داسې حال کې چې موږ د نړیوالې ټولنې په توګه هڅه کوو چې په دوحه کې د ځانګړو استازو د تېرې میاشتې د غونډې د موافقې په اساس له طالبانو سره ژور تعامل او اعتماد جوړ کړو."

د امنیت شورا د یو شمېر غړو هېوادونو استازو هم په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه څرګندونې وکړې.

د چین استازي د ښځو د وضعیت د یادونې ترڅنګ انتقاد وکړ چې ولې په پرېکړه لیک کې د طالبانو په واکمنۍ کې د مثبتو پرمختګونو یادونه نه ده شوې.

هغه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو غوښتنه هم وکړه.

په امنیت شورا کې د متحدوایالتونو استازې له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو او د افغانانو ترمنځ سیاسي ډیالوګ ته د امکان د برابرولو په برخو کې د یوناما ونډه مهمه وبلله.

د امریکا استازې په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر ملاتړ او همداراز د پرېکړه لیک په اساس د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د روسیې استازې وویل چې باید افغانانو په تېره ښځو او ماشومانو ته د بشري مرستو رسولو ته لومړیتوب ورکړل شي. د روسیې استازې دا هم وویل چې باید د یوناما ماموریت سیاسي نه بلکې بشري وي.

د جنوبي کوریا استازي په راروانو څو ورځو کې په افغانستان کې د تعلیمي کال پیل ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ښوونځیو پیل ته څو ورځې پاتې دي، خو لاهم طالبانو له شپږم ټولګي پورته زده کوونکو نجونو ته د تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني دولت استازي نصیراحمد فایق چې د ملګروملتونو په غونډو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي هم غوندې ته وینا وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني دولت استازی نصیراحمد فایق

فایق وویل، د افغانستان ثبات او په نړیواله ټولنه کې د دې هېواد یوځل بیا ګډون د حکومتولی داسې یوه مشروع ټولشموله سیستم ته اړتیا لري چې بنیاد یې عدالت، د قانون حاکمیت او د خلکو غوښتنې وي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې اړتیاوو او اندېښنو ته ځواب ووايي.

فایق له غونډې وروسته له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت مهم وباله.

هغه وویل: "د یوناما ونډه په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات په ټینګښت، د بشري مرستو په رسولو او همغږي کولو او همداراز د بشري حقونو پر سرغړونو د څار او راپور ورکولو په برخو کې او په ټوله کې د یوه ټولشموله مشروع حکومت په رامنځ ته کولو کې چې د هېواد د ټولو وګړو، په تېره د ښځو او نجونو حقونه په‌کې خوندي وي، اساسي او حیاتي ده."

په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۰۲ کال د مارچ په ۲۸مه رسماً پیل شو، خو فعاليت يې هر کال د امنیت شورا د غړو د رایو په اساس تمدیدېږي.