د شري ناروغۍ کم‌ساری زیاتوالی؛ ۲ میاشتو کې د ۷۱۷۹ شکمنو پېښو ثبت او د ۲۹ تنو مړینه

له ارشیفه په شري ناروغۍ د یوه اخته افغان ماشوم تصویر

د روغتیا نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د دې ناروغۍ ۷۱۷۹ شکمنې پېښې ثبت شوي چې له امله یې د ۲۹ تنو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی.

"ډبلیوایچ‌او" پرون خپل نوي راپور کې لیکلي، یوازې تېره اوونۍ د شري ۱۱۹۰ شکمنې پېښې ثبت شوي او د دې ناروغۍ له امله ۵ تنه مړه شوي.

د دې راپور پر بنسټ، له دې ۵ تنو یې ۳ په هلمند، ۲ په کندهار او ۱ په سمنګان کې دى چې ۲ یې ښځې او پاتې ۳ یې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور ښيي چې د فبروري میاشتې په درېیمه اوونۍ کې بیا د شري ناروغۍ ۱۱۱۸ شکمنې پېښې ثبت وې او د دې ناروغۍ له امله د ۶ تنو د مړینې راپور ورکړل شوی و، داسې مهال چې تېر کال تر همدې نېټې دا پېښې یوازې ۱۵۷۴ ښودل شوې وې.

"ډبلیوایچ‌او" زیاتوي، د روان میلادي په لومړیو دوو میاشتو د شري شکمنو پېښو کې ۸۰،۵ سلنه یې له پنځه کلونو کم عمره ماشومان او پاتې یې ښځې دي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د بشري حقونو څار سازمان په یوه راپور کې وویل، د افغانستان روغتیايي سکتور سره د بهرنیو مرستو کمېدو او په نجونو او ښځو د طالبانو جدي محدودیتونو، د میلیونونو افغانانو روغتیا له خطر سره مخ کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان: د بهرنیو مرستو د کمېدو تر څنګ د طالبانو بندیزونه د افغانستان د میلیونونو کسانو روغتیا له خطر سره مخ کړې ده

د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت بيا په وار وار افغانسان کې د روغتيايي سکتور د ښه کېدو ادعا کړې، خو تازه يې د شري ناروغۍ د زياتېدو او پرې اخته کسانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه څه نه دي ويلي.

په دې راپور کې راغلي وو، روغتیايي ناورین په پراخه کچه د خوارځواکۍ او سختو ناروغیو په برخه کې خلک اغېزمن کړي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې شري نیولي د خپلو کوچنیانو د بد وضعیت په اړه اندېښمنې دي.

د کندهار اوسېدونکې شریفه چې درې ماشومان یې شري نیولي او یو یې په روغتون کې بستر دی ازادي راډیو ته وویل:

"ماښام یې تبې کولې، له کټ یې ځان را وغورځاوه، زړه یې بدېده او کانګې یې کولې. له همدې امله یې زړه ټکان پیدا کړی دی. "

الماس چې لور یې شري نیولي وايي، دې ناروغۍ یې کوچنۍ لور تر بستر رسولې ده.

" لومړی استفراغ او اسهال وه. بیا مو بستر کړه، خېټه یې هم وپړسېدله. بیا بېرته کور ته لاړو، خو چې اوس دلته راغلو وايي، شري نیولې ده. "

له شري سربېره، تنفسي، کویډ۱۹ او کانګو هغه نورې ناروغۍ دي چې د روغتیا نړیوال سازمان یې په وروستیو کې په افغانستان کې د زیاتېدو په اړه راپورونه ورکړي دي.