څېړنه: په افغانستان کې لسګونه لرغوني ځایونه له منځه تللي

ارشیف: په لوګر کې د یوه لرغوني اثار ویجاړ شوی انځور. May 17, 2022

یوه نوې څېړنه ښيي چې په افغانستان کې لسګونه لرغوني ځایونه له منځه تللي دي.

د امریکا د شیکاګو پوهنتون د کلتوري میراثونو د ساتنې مرکز یوه څېړنه ښيي چې په افغانستان کې لسګونه لرغون ځایونه د بلدوزرونو په واسطه تخریب شوي څو د "سیستماتیک لوټ" لپاره زمینه برابره شي.

په دې څېړنه کې چې د پنجشنبې په ورځ د بي بي سي د نړیوال سرویس له خوا خپره شوه راغلي چې د سپوږمکۍ د انځورونو شننه ښيي چې دا لوټل په افغانستان کې د پخواني جمهوریت پر مهال پیل شوی و او په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته هم دوام لري.

همدارنګه ویل شوي، هغه لرغوني ځایونه چې په دې جریان کې زیانمن شوي لرغونتوب یې د برونزو او اوسپنې دورې ته رسېږي او ځینې یې له میلاد څخه زر کاله مخکې پورې اړه لري.

په دې څېړنه کې ویل شوي چې تر ټولو زیات پېژندل شوي ځایونه د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې دي.

د شیکاګو پوهنتون د کلتوري میراثونو د ساتنې مرکز څېړونکو د سپوږمکۍ د انځورونو او نورو وسایلو په مرسته په ټول افغانستان کې له ۲۹۰۰۰ څخه ډېر لرغوني ځایونه پېژندلي دي.

د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي هم دغه موضوع تاییدوي.

د بلخ ولايت اوسېدونکى ميرويس ادعا کوي چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې دوه لرغوني اثار په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.

میرویس وايي: د بلخ حج پیاده او برج عیاران په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

هغه وویل: "د دې دوو لرغونو ځایونو څخه یو یې د خلکو پر مخ تړل شوی دی ځکه هغه یې ویجاړ کړی، حج پیاده او برج عیاران هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي."

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یو شمېر طالب چارواکو ادعا کړې وه چې لرغوني اثار یې کشف او یا له قاچاق وړونکو څخه يې ترلاسه کړي او له قاچاق څخه يې مخه نيولې ده.

په همدې حال کې یو شمېر لرغونپوهان او د فرهنګي او تاریخي چارو کارپوهان وايي، دا د حکومتونو دنده ده چې د تاریخي ځایونو د ساتنې په موخه د غیر قانوني کیندنو مخه ونیسي او د عامه پوهاوي په برخه کې هڅه وکړي.

د فرهنګي او تاریخي چارو پوه غفور لېوال وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې چې د مرکزي حکومت تر واک لاندې نه وې د لرغونو اثارو لوټېدل په اویایمه لسیزه کې پیل شوي او ښايي د طالبانو حکومت د بې غورۍ له امله تر ننه دوام لري.

د فرهنګي او تاریخي چارو پوه غفور لېوال

نوموړي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "د مخنیوي یوازېنۍ لاره یې دا ده چې خلک لرغوني اثار د ملي پانګې په توګه وپېژني او ارزښت باندې یې پوه شي او خپله خلک د دې غلا مخه ونیسي او که په راتلونکي کې په افغانستان کې یو مسوول حکومت رامنځته کېږي په رسمي ډول د دې کار مخنیوی وکړي."

افغان لرغونپوه نیک محمد مستندي غوري هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر دې مسئلې ټینګار وکړ.

هغه وویل: "باید ټولې هغه سیمې چې خاص لرغونی او تاریخي ارزښت لري، امنیتي پوسته ولري او د خپل سري کیندونو څخه یې مخنیوی وشي چې له بده مرغه دا کار له کلونو راهیسې په افغانستان کې روان دی."

د يادونې وړ ده چې د ړنګ شوي جمهوري نظام چارواکو تل د لرغونو اثارو د ساتنې خبرې کړي او ويلي يې دي چې د دغو اثارو د لوټېدو مخه يې نيولې ده.

د تاریخي مسایلو یو شمېر کارپوهان په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په بامیان کې د بودا د سترو مجسمو ویجاړولو ته په اشارې سره، طالبان د تاریخي ابداتو په ساتنه کې په بې غورۍ او له اسلام څخه مخکې اړوند د ډېرو لرغونو اثارو په ویجاړولو تورنوي.