امریکايي او چینايي چارواکو پر اړیکو او حساسو موضوعاتو بحث کړی

د عکس ښي لور ته د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او چپ لور ته د امریکا د متحدوایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان

د امریکا د متحدو ایالتونو او چین لوړ رتبه چارواکو د دواړو هېوادونو پر اړیکو او نورو حساسو موضوعاتو خبرې وکړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه د جنورۍ پر ۲۷مه اعلان وکړ چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د امریکا د متحدوایالتونو د ملي امنیت له سلاکار جک سالیوان سره څرګندې، اساسي او ګټورې خبرې وکړې چې هدف یې د چین او امریکا د رهبرانو له خوا د ډیالوګ د تعهداتو زیاتول وو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې وانګ يي او جک سالیوان د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې سره کتلي او د واشنګټن او پیکنګ په اړیکو کې یې پر مهمو او حساسو موضوعاتو موافقې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین په پېکېنګ کې د دې کتنې په درشل کې خبریالانو ته ویلي: "د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د امریکا د ملي امنیت د سلاکار سالیوان ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې هغه مهمه اجماع ده، چې د چین او امریکا د مشرانو له خوا ترلاسه شوې ده. په دغو کتنو کې وانګ يي د چین او امریکا د اړیکو په اړه د چین دریځ روښانه کړ، د ټایوان موضوع، نړیوال او سیمه ییز مسایل او د علاقې وړ موارد مطرح شول."

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي دغه کتنه د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن او د هغه د چینايي سیال شي جین پینګ ترمنځ د موافقې په رڼا کې شوې ده.

دواړو ولسمشرانو په دوه اړخیزو اړیکو کې پر ستراتیژیک چلند او د ستراتیژیکو اړیکو د ساتلو لپاره د اوسنیو کانالونو پر فعال ساتلو ټینګار کړی و.

ولسمشر جو بایډن د نومبر میاشتې په نیمايي کې په سن فرانسیسکو کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره کتلي وو چې دواړو لوریو بریالۍ کتنه بللې وه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره په کتنه کې ټینګار کړی، که څه هم امریکا او چین له یو بل سره په رقابت کې دي، خو اړتیا ده چې دواړه هېوادونه په دغه رقابت کې د انحراف او تقابل مخه ونیسي.

دا کتنه داسې وخت کېږي چې دواړه قدرتونه هڅه کوي خپلې هغه اړیکې بېرته سمې کړي چې د تېرو څو کلونو پر مهال خړې پړې شوې وې.

پېکېنګ او واشنګټن په وروستیو کلونو کې له ټکنالوژۍ نیولې د بشري حقونو د موضوع او نورو مسایلو پر سر په خپلو کې لفظي شخړې کړې دي.