پر اوکراین د روسیې د بریدونو دوام؛ لسګونه کسان مړه او ټپیان دي

پر اوکراین د روسیې د حملو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

پر اوکراین د روسیې د پوځ په تازه راکټي او توپچي حملو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.

روسیې پرون دوشنبې د توغندیو او ډرونونو د تازه بریدونو په لړۍ کې د اوکراین په ختیځ، مرکز او حتی لویدیځ کې بېلابېلې سیمې په نښه کړې.

اوکرایني چارواکي وايي د دې راکټي حملو په نتیجه کې لږترلږه څلور تنه وژل شوي او له ۴۵ زیات نور ټپیان دي.

په دې حملو کې د اوکراین په څو سیمو کې یوه مارکېټ، یوشمېر کورونو او نورو ښاري سیمو ته زیان اوښتی دی.

د جنوب ختیځې دنیپرو پیتروفسک سیمې پر واړه ښارګوټي نووو ماسکوفسک د روسي توغندیو د لګېدو په نتیجه کې ۲۴ کسان تپیان شول.

د دې سیمې والي سیرهي لیساک ویلي چې د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر پلرني ټاټوبي کریوي ریه ښار د روسي ځواکونو د برید په نتیجه کې د استوګنې له شلو زیات کورونه او یو مارکېټ زیانمن شوي او یوه مېرمن وژل شوې ده.

له بلې خوا د اوکراین د دوهم لوی ښار خارکییف ښاروال ایهور تریخوف تایید کړې چې د روسیې لږترلږه څلور توغندي هلته راپرېوتي دي.

پر کییف د روسي ځواکونو د حملو یو انځور

د سیمې والي اولیه سنیهوبوف ویلي چې یوه وژل شوې مېرمن د نړیدلو ودانیو له لاندې راایستل شوې او دا مکان شته چې نور خلک هم هلته پاتې وي.

د اوکراین په لوېدیځ کې د خملینسکي سیمې چارواکو هم د پرونیو حملو پرمهال د شپږو چاودنو او د لږترلږه دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

په جنوب کې د دنیپرو سیند پر غاړه په لوی ښار زاپوریژیا کې هم دوه تنه د استوګنې پر یوه سیمه په راکټي برید کې ټپیان شوي دي.

د اوکراین د پوځ د عمومي قوماندان والیري زالوژني په وینا روسیې په پرونیو حملو کې له ۵۱ توغندیو او د شاهد په نوم له اتو ایراني بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی و.

زالوژني دا ادعا هم کړې چې د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک د روسیې ټول ډرونونه او ۱۸ کروز توغندي ویشتلي او له منځه یې وړي دي.

بلخوا د روسیې دفاع وزارت هم ادعا کړې چې پوځي ځواکونو یې د دقیقو او له سمندر او هوا څخه د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله څو ځایونه چې د اوکراین د پوځي صنایعو تاسیسات بلل شوي ویشتلي دي.

د روسیې د دفاع وزارت اعلامیه زیاتوي چې مسکو په دې حملو کې د کینژال یا خنجر په نوم له هایپرسونیک توغندیو څخه هم کار واخیست.

په عین حال کې د اوکراین پر ځینو سیمو د توپونو ډزې هم شوې دي.

اوکرایني چارواکو ویلي دي چې په خرسون سیمه کې د څه باندې ۱۳۰ توپونو د لګېدو په نتیجه کې لږترلږه دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.