د سره صلیب نړیوال فدراسیون: د هرات زلزله ځپلي په دې ساړه ژمي کې سرپناه نه لري

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي په خېمو کې ژوند کوي

په کور دننه او نړیواله کچه د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو سره- سره، لا هم له دوی ډېر شمېر یې په دې ساړه کې ژمې کې سرپناه نه‌لري.

په ورته وخت کې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون وايي، که څه هم په هرات کې له ویجاړونکې زلزلې درې میاشتې تېرې شوي، خو بیا هم زیانمن شوي د خپلو کورونو بیا جوړولو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

ای‌ایف‌ارسي" د یک‌شنبې په ورځ یوې اعلامیه کې لیکلي، د زلزله ځپلو تر ټولو اړینه غوښتنه او اړتیا امن او ګرم کورونه دي.

دې ادارې زیاته کړې، په ۴۰ کلیو کې له ۱۱۲ زره زیاتو کسانو ته بېړنۍ سرپناوې، اړین وسایل، خوراکي توکي، پیسې او روغتیايي اسانتیاوې برابرې شوي دي.

په هرات کې د تېر کال په اکټوبر کې د شویو زلزلو له امله سلګونه تنه مړه شول چې ډېر شمېر یې ماشومان او ښځې وې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د راپور پر بنسټ، په دې زلزلو کې له ۴۸ زرو زیات کورونه زیانمن شول چې له دې شمېر یې نږدې ۱۰ زره په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د هرات په رباط سنګي کې له زلزله ځپلو یو تن عارف ازادي راډیو ته وویل، اوس‌ هم له خپلې کورنۍ سره یو ځای تر خېمې لاندې له بېلابېلو ستونزو سره ژوند کوي.

" تر کومو خېمو لاندې چې موږ ژوند کوو، ډېرې ستونزې لرو. هوا سړه ده، ټول ناروغان شوي یوو، ټول ماشومان مو ناروغان دي، ټوخېږي او سختو سړو سره مخ یوو. د کورونو جوړولو کارونه هم روان دي، شاید یوه نیمه میاشت کې بشپړ شي."

یو شمېر زلزله ځپلو ته داسې موقتي سرپناوې هم جوړې شوي

د هرات په زنده‌جان کې یو بل زلزله ځپلی عبدالصبور بیا د طالبانو له حکومت غواړي چې دوی ته هر څه ژر کورونه جوړ کړي.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

" له اسلامي امارت " د طالبانو له حکومت " غواړو چې موږ ته چېرې ځمکه راکړي او کور راته جوړ کړي، څو اولادونه مو له سړو او ستونزو وژغورل شي."

په هرات کې له زلزلو وروسته د طالبانو حکومت ژمنه وکړه چې زلزله ځپلو ته به نوي کورونه جوړ کړي. په همدې حال کې لس ورځې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون راپور ورکړ چې د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې یو شمېر کورونه زلزله ځپلو ته جوړ شوي دي.

خو د زنده‌جان ولسوالۍ د قلعه نوک کلي یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، یوازې ۳۳ کورنیو ته کورونه ورکړل شوي چې د دوی له قوله؛ دا کافي نه‌دي.

د هرات د یو شمېر نورو زلزله ځپلو لپاره د کور جوړولو چارې روانې دي

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې تېره اوونۍ په یوه راپور کې خبرداری ورکړ چې د هرات زلزله ځپلي ویره لري چې په دې ساړه ژمې کې به د یخنۍ او لوږې له امله مړه شي.

دې ادارې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر مرسته غوښتې وه.