مېل: د هرات زلزله ځپلي لا هم د سرپناه موندلو هڅه کې دي

د هرات د یو شمېر زلزله ځپلو خېمې

مېل:

د بریتانیا مېل ورځپاڼې د هرات له زلزله ځپلې، زنده جان ولسوالۍ څخه د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس راپور خپور کړی دی.

په دې راپور کې راغلي چې د هرات د مرګونې زلزلې درې میاشتې ووتې، خو روغ پاتې شوي خلک لا هم په دې هڅه کې دي چې سرپناه ومومي.

د اکټوبر په اوومه نېټه په هرات ولایت کې سخته زلزله وشوه چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۳ درجې و. له دې زلزلې وروسته ګڼې نورې زلزلې هم په هرات کې وشوې.

په زنده جان ولسوالۍ کې چې د زلزلې مرکز ته نژدې پرته ده، ځینې کورنۍ لا هم په خېمو کې اوسي. دوی چې په مرستو ژوند ته دوام ورکوي، د ژمي سخته یخني ګالي او په دې پرېشانه دي چې په راتلونکو ورځو کې به څنګه ګوزاره کوي.

۴۳ کلن حبیب الرحمان، د اکټوبر په اوومه د خپل خُسر په کور کې تلوېزیون ته کتل چې زلزله وشوه. ده اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي چې د زلزلې وحشتناک غورهار یې لا هم په غوږنو کې انګازې کوي او له ذهنه یې ایستلی نه شی.

سره له دې چې له څه مودې راهیسې په زنده جان کې خلک د زلزلې ټکانونه نه احساسوي، خو تېز باد او توپان خېمې چې د دوی لپاره له یخنۍ د ځان ژغورلو یوازیني ځایونه دي، په کراره نه پرېږدي، څیري یې او چپه کوي یې.

د زنده جان ماشومان لا هم نه ښوونځی لري او نه جومات.

مېل ورځپاڼې د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس له راپور سره په زلزله کې د ویجاړو شویو کورونو، په کنډوالو کې د ماشومانو او خیمو عکسونه خپاره کړي او د دې ولسوالۍ د یوشمېر اوسیدونکو د زړه حال یې بیان کړی دی.

اینډیپینډنټ:

اینډیپینډنټ ورځپاڼې د طالبانو په مدرسو کې د نجونو د زده کړو په اړه ملګروملتو ته د افغان ښځو پر لیک لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه وايي، تر ۷۰ ډیرو افغان ښځو په مدرسو کې د افغان نجونو د زده کړو په باب په افغانستان کې د ملګروملتو د ځانګړې استازې روزوا اتونبایوا د څرګندونو خلاف د ملګروملتو سرمنشي انټونیوګوټېرېش ته پرانیستی لیک استولی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت مشرې تېره میاشت د ملګروملتو امنیت شورا ته په وینا کې وویل چې نجونې د طالبانو په مدرسو کې زده کړې کولی شي.

اینډیپینډنټ وايي چې ګوتیریش ته یې د افغان ښځو لیک لیدلی او په هغه کې ویل شوي چې دا ډول څرګندونې کاملاً نامسوولانه او د طالبانو تر واک لاندې د نجونو پر زده کړو د بندیز د عادي کولو په معنا دي.