د افغانانو زېږد ورځې؛ رېښتیا زرګونه تنه یې د جنورۍ په لومړۍ زېږیدلي؟

له ارشیفه د فیسبوک یو سمبولیک تصویر

هر کال د جنوري په لومړۍ نېټه په ټولنیزو شبکو کې د زرګونو افغانانو د زېږېدو ورځ هم وي.

د ټولنیزو شبکو د دې کارونکو له ډلې ځینې وايي چې د زېږېدو کره نېټه یې ور معلومه نه وه، ځکه یې د جنوري اول ورځ ځان ته د زېږېدو د ورځې په توګه انتخاب کړې ده.

د کابل اوسېدونکی ۶۳ کلن رحمت الله خوستی په دې اړه وايي:

"کله مې چې له مور او پلار پوښتنه وکړه، هغوی نېټه نه وه لیکلې او ور په یاد نه وه، خو مور مې ویل چې د پسرلي ورځې وې او ښه بارانونه ورېدل، نو دا نېټه ما خپله ځان ته انتخاب کړه."

خو ځینې نور بیا وايي د خپلو اکونټونو د جوړولو په مهال یې دې ته پام نه و کړی چې باید د زېږېدو کره ورځ ولیکي، ځکه یې د کار د اسانه کولو په خاطر د جنوري لومړۍ نېټه انتخاب کړې ده.

په خپلو زېږد ورځو نه پوهېدل له ټولنیزو شبکو ور اخوا، په تذکرو او نورو مهمو اسنادو کې هم زیات شمېر افغانان له ستونزو سره مخ کړي

د هلمند اوسېدونکی عرفان همدرد په دې اړه وايي:

"ما چې خپله ايډي جوړه کړې، ما هغه وخت ډېر دقت نه و کړی چې باید ټول معلومات سم ولیکم، بله دا چې د جنورۍ اوله ډېره اسانه نېټه ده، ما ته هم دا هوسا وبرېښېده چې همدا نېټه ورکړم."

خو دا مسله یوازې تر ټولنیزو شبکو محدوده نه ده، په رسمي اسنادو کې هم ګڼ افغانان د زېږېدو ورځ اټکلي لیکي او کره نېټه ورته معلومه نه وي.

د احصایې او معلوماتو ریاست د تذکرو د سیمه ییز دفتر یو کارکوونکی انجینر مدثر په دې اړه وايي:

"په ۱۰۰۰ کسانو کې ممکن دوو کسانو ته دا معلومه وي چې په کوم کال، میاشت او ورځ کې زېږېدلي دي، نور اکثره د اولې میاشتې لومړۍ ورځ لیکي."

انجینر مدثر وايي، ډېر کله داسې هم پېښ شوي چې ځینو کسانو په تذکره یا پاسپورت کې د زېږېدو نېټه یو ډول او په تحصیلي او نورو اسنادو کې بله نېټه لیکلې وي چې بهر ته د تحصیلي سفر په مهال یا هم په نورو رسمي چارو کې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي او د اسنادو بیا اصلاح یې هم ډېر وخت نیسي.

په افغانستان کې له ډېر پخوا راهیسې د زېږد ورځې لیکل دود نه دي او که په ځینو رسمي اسنادو کې د عمر یادونه هم شوې، نو ورسره لیکل شوي چې د څېرې په اساس اټکل کېږي.

په افغانستان کې تازه زېږیدلو ماشومانو ته د زوکړې کارت نه جوړول یا پکې د نېټو ناسم لیکل یوه عامه ستونزه ګڼل کیږي

دا چې ولې په افغانستان کې دې موضوع ته اهمیت نه ورکول کېږي؟ لیکوال علم ګل سحر په دې اړه وايي:

"زموږ د نورو بې غوریو ترڅنګ چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې کوو، یوه هم د زېږېدو د نېټې نه لیکل دي. له بده مرغه زموږ خلک یې نه لیکي او کله چې له میندو، پلرونو او مشرانو څخه پوښتنه هم کوو، هغوی وايي په هغه ورځ چې ته پیدا شوې، واوره ورېدلې وه یا روژه وه، دا ډول اټکلي نېټې دي او موږ وخت ته ارزښت نه ورکوو خو دا مهمه مسله ده چې باید وې لیکو او پام ورته وکړو."

په نورو هېوادونو کې د ماشوم له پیدا کېدو سره سم هغه ته په روغتون کې یو کارت ورکول کېږي چې د زېږېدو نېټه یې هم په کې لیکل شوې وي او په ټولو اسنادو کې هماغه نېټه لیکل کېږي.

په افغانستان کې که له یوې خوا اوس هم په ډېرو لرې پرتو سیمو کې د زېږېدو نېټې نه لیکل کېږي، ورسره د ځینو که لیکل شوي هم وي، په مختلفو اسنادو کې یې د لیکلو په مهال دقت نه کوي یا هم هڅه کوي چې تر اصلي یې کم ولیکي چې ځینې وخت ممکن دوی په رسمي چارو کې له ګڼو ستونزو سره هم مخ کړي دي.