د نجونو د زده کړو د بیرته پیل په اړه د عباس ستانکزي د هڅو بیا ځلي ژمنه

په فراه کې د نجونو یو ښوونځی - تصویر له ارشیفه

۸۲۸ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو منع کړي او ۳۶۸ ورځې کېږي چې پوهنتون ته یې هم په تګ بندیز لګولی.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، لا هم هڅې روانې دي چې د نجونو لپاره د زده کړو دروازې پرانیستل شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي چې شېر محمد عباس ستانکزي دغه موضوع له یوه ایراني پلاوي سره چې د دغه هېواد د مطرح رسنیو استازي، خبریالان او رسنیز کارپوهان په کې وو، مطرح کړه.

نوموړي په دې کتنه کې ټینګار کړی چې زده کړه د نجونو شرعي حق دی او هڅې روانې دي چې د مناسب چاپیریال په برابرولو سره هغوی ته دا حق ورکړل شي.

خو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر محصلانې او زده کوونکې چې له زده کړو بې برخې دي، د طالب چارواکو دې ډول څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او د طالبانو لخوا یې یوه بهانه ګڼي.

تمنا چې د نجونو پر زده کړو له بندیز وړاندې یې د بدخشان په پوهنتون کې زده کړې کولې، په دې اړه یې ازادي راډيو ته وویل:

"ډېر فرصت و چې دوی په دې موده کې د نجونو د زده کړو په برخه کې کار کړی وای. دوه کاله وشو چې دوی بهانې کوي، په اصل کې دوی په افغانستان کې د نجونو د زده کړې پلويان نه دي او خلک دوکه کوي."

پکتیا کې پر خپلو زده کړو د بندیز په اړه د نجونو اعتراض 2022-09-10

د کابل ښار د يوه ښوونځي زده کوونکې کبرا حيدري هم وايي چې د دې ډول ژمنو د پوره کېدو په تمه يې ډېرې ورځې تېرې کړې دي خو لا هم د نجونو په زده کړو د بنديز لرې کېدو په خاطر څه نه دي شوي.

حیدري زیاتوي:

"مخکې هم اسلامي امارت موږ ته ویلي و چې د ښوونځيو دروازې به ستاسو لپاره خلاصوو، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی، موږ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې په خپلو خبرو عمل وکړي."

د زده کړو د برخې یو فعال سید قاسم هاشمي هم د نجونو د زده کړو په اړه د طالب چارواکو څرګندونې یوه سیاسي لوبه بولي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"د طالبانو ډلې هم په خپله تېره واکمنۍ کې او هم اوس د نجونو له زده کړو او د ښځو له ځینو نورو اړوندو مسایلو سیاسي ګټه پورته کړې ده. د عباس ستانکزي خبرې د خلکو غلطول او د هغوی سترګو ته د خاورو ور شیندل دي."

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ هم په وروستیو کې ویلي و چې طالبان د نجونو د زده کړو په اړه اختلاف لري.

نوموړي د دوحې فارمټ په غونډه کې چې یوه برخه یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار مسایلو ته ځانګړې شوې وه، وویل چې د طالبانو قوت د دوی یووالی دی، خو د ښځو د زده کړو په برخه کې یووالی نه لري.

هغه څه چې د ځینو طالبو چارواکو په څرګندونو کې هم لیدل کېږي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د روان کال په وري میاشت کې د اسلامي همکاریو د سازمان له پلاوي سره په کتنه کې ویلي وو چې خلک او نړۍ دې په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو د شرایطو تر برابرېدو صبر او حوصله وکړي.