پر ښځو د طالبانو محدودیتونه او د هرات د خیاطانو پر کاروبار یې اغېزې

تصویر له ارشیفه

په هرات کې د ښځینه جامو یو شمېر ګنډونکي وايي، د طالبانو حکومت ورته امر کړی چې له دې وروسته د ښځو جامې و نه ګنډي او یا هم هغه ښځې خپلو دکانونو ته دننه پرې ‌نه ږدي چې دوی ته خپلې جامې د ګنډولو لپاره راوړي.

دوی وايي، دا محدودیت د دې لامل شوی چې مشتریان یې را کم او کار روزګار یې له سقوط سره مخ شي.

له دوی یو ګنډونکي چې و یې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، وړاندې ورسره ۲۰۰ مرۍ لګوونکو او ۶۰ خیاطانو کار کاوه، خو اوس یې د خپلو کارکوونکو شمېر را کم کړی دی.

ده زیاته کړه، د طالبانو د محدودیتونو له امله یې مشتریان او عاید دواړه کم شوي.

سرچینه زیاتوي:

"وروسته له فشارونو یې وویل، خیاطۍ مو بېرته پرانیزئ، خو ښځې به نورې نه راځي. کله چې ښځې را نه شي، خیاطۍ تړلې وبولۍ نو. اوس کار روزګار کاملا سقوط کړی. مخکې مو ۶۰ تنه پرسونل و، اوس مو ۳۰ ته را ښکته کړ، اوس دا ۳۰ هم کار نه لري. "

د دې خیاط له قوله چې دوی یوازې په افغانستان کې نه، بلکې نورو هېوادونو کې هم د ښځو لپاره جامې ګڼدلې.

په هرات کې یو بل خیاط چې د ښځینه جامو د ګنډولو خیاطي لري وايي، وړاندې یې کار روزګار ښه و، خو د طالبانو له محدودیت وروسته یې مشتریان کم شوي او اخته دی چې خپله خیاطي وتړي.

هغه زیاتوي:

"ویل یې ښځې دې نه راځي او خپلې جامې دي د خپلو مېړونو په لاس راولېږي. موږ تر اوسه خپل پرېکړه نه‌ده کړې، خو شاید خپلې خیاطۍ وتړو. "

د طالبانو د بیا واکمنیدو یوه لویه برخه فرمانونه پر ښځو د قیوداتو اړوند دي چې سختو نیوکو سره مخ شوي دي

په هرات کې د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهي‌ عن‌المنکر رییس عزیزالرحمن مهاجر مني چې دوی په هغو نارینه‌‌وو خیاطانو، چې د ښځو جامې ګنډي محدودیت لګولی دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل، د دې محدودیت د لګولو لامل د ده له قوله، "د شریعت او اسلام خلاف کړنو" مخنیوی دی.

مهاجر وایي:

"په هرات کې په خیاطیو کې کوم بل محدودیت نه‌دی لګول شوی، بلکې یوازې دومره چې ښځې دې نورې نارینه‌وو خیاطیو ته نه ورځي. ښځې د ځان لپاره ښځینه ګنډونکي او خیاطۍ لري، هلته دې ولاړې شي. که دوی نارینه‌‌وو خیاطۍ ته ځي، هلته ناف اخستل کېږي او یو شمېر نور کارونه چې د اسلام او شریعت خلاف دي، هلته کېږي. "

ده په قوس میاشت کې هم ازادي راډیو ته ویلي و، هغه خیاطۍ چې له دې امر سرغړونه وکړي تړل کېږي او مالکانو سره به یې قانوني چلند وشي.

که څه هم د طالبانو حکومت سیاسي منتقدین دا په ښځو یو بل محدودیت بولي، خو نارینه خیاطان بیا وايي، دې پرېکړې یې کار روزګار ته زیان رسولی او ادعا کوي چې دوام به یې دوی ته سخت اقتصادي ګزار ورکړي چې په پایله کې به د خپلو دوکانونو تړلو ته اړ شي.