نن په چک جمهوریت کې ملي ماتم دی.
دا ماتم د پنجشنبې د ورځې د پیښې په خاطر دی چې یوه وسله وال څوارلس تنه د دریو بهرنیو په ګډون په پلازمېنې پراګ کې ووژل.
تر دې پیښې وروسته پولیسو د پراګ ښار په عامه ځایونو کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.
چک پولیس لاهم د پراګ په زړه کې د چارلس پوهنتون د هنرونو په پوهنځي کې د پنجشنبې د پېښې څېړنه کوي چې ولې یوه محصل څوارلس تنه ووژل او پنځه ویشت تنه نور یې ټپیان کړل.
چارلس پوهنتون شپږ سوه پنځه اویا کاله مخکې تاسیس شوی دی او د هنرونو پوهنځی یې یو له پخوانیو پوهنځیو څخه دی.
تر اوسه له څېړنو څرګنده شوې ده چې برید کوونکی په چارلس پوهنتون کې د فلسفې د څانګې محصل و چې د برید په سهار یې خپل پلار د پراګ په لویدیځ کې د هوستون په ښارګوټي کې وژلی و او پر دې سړي دا شک هم شوی دی چې تر دې پېښې اونۍ مخکې یې یو سړی له خپلې دوې میاشتنۍ لور سره د پراګ په لمنو کې وژلي وو.
په پراګ کې د پولیسو یو مشر پیتر ماتیسک وایي چې برید کوونکي په بالکوني کې هغه مهال خپل ځان وویشت چې کله پولیس ودانۍ ته نژدې شول.
د پېښې د سیمې یو تصویر
په لومړنیو راپورونو کې برید کوونکی څلرویشت کلن محصل داوید کوزاک یاد شوی دی.
چارواکي وایي چې دیارلس تنه د هنرونو په پوهنځي کې د ډزو پرمهال ووژل شول، یوه تن وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
په وژل شویو کې درې تنه بهرنیان دي، دوه د متحد عربي اماراتو او یو د هالنډ دی.
چارواکي اندېښنه څرګندوي چې ښایي د تلفاتو شمېر لوړ شي.
په ټپیانو کې د دولسو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی .
روغتیایي مسوولان وایي چې د یوه تن وضعیت خطرناک دی.
د چک د کورنیو چارو وزیر ویت راکوسان پرون وویل چې د ټولو وژل شویو هویت څرګند شوی دی، خو چارواکو تر دې دمه د دې کسانو نومونه له رسنیو سره نه دې شریک کړي، البته د موزیک انسټیټیوټ دا تایید کړې ده چې مشره یې لینکا هلاف کوفا هم په وژل شوې کې ده.
پولیس وایي چې دا برید کوونکی سم مسلح و، له ده سره د برید پرمهال څو ټوپکه او یو څه درنه وسله هم وه.
په چک جمهوریت کې تر دې مخکې تر ټولو خونړۍ پېښه اته کاله مخکې د چک په جنوب ختیځ ښار (اوهرسکي برود) کې شوې وه چې یوه تن اته کسان ووژل او بیا یې ځان وواژه.