د ایران بندونو کې د اوبو کچه په بې‌ساري ډول کمه شوې

په بلوچستان کې د اوبو یو بند چې اوبه په کې کمې شوې دي.

په داسې حال کې چې ایران په تېرو دوو کلونو کې د هلمند سیند په اوبو کې د خپل اوبه خور پر سر له کابل سره پرله پسې لانجې وکړې راپورونه وايي چې د دې هېواد په بندونو کې د اوبو کچه په بې‌ساري ډول کمه شوې ده.

رسمي ارقام ښيي چې د ایران په بندونو کې د اوبو په زېرمو کې د پام وړ کموالی راغلی.

د ازادي راډیو د ایران څانګې راډیو فردا پرون د ایسنا دولتي خبري آژانس له قوله راپور ورکړ چې د ایران له بندونو څخه د کاراخیستو اړوند ارقام ښيي چې په دې بندونو کې د اوبو د زېرمو کچه ۴۰ سلنه کمه شوې ده.

په راپور کې د دولتي ارقامو په حواله راغلي چې د روانې لیندۍ میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې د دې بندونو ورخونو ته د رسېدلو اوبو په کچه کې د تېر کال د همدې مودې پرتله اوه سلنه زیاتوالی راغلی، خو د اوبو د وتلو کچه ۲۲ سلنه زیاته شوې، نو ځکه د اوبو د بندونو زېرمې یو میلیارد متر مکعب کمښت ښيي.

ایراني چارواکو نه دي ویلي چې دولت ولې له بندونو څخه د اوبو په وتلو کې د ۲۲ سلنه زیاتوالي اجازه ورکړې، خو د دې هېواد د انرژۍ او برښنا د تولید د وزارت جزییات ښيي چې حکومت د تېر کال په دوبي کې د برښنا د کمښت یوه برخه تشه د اوبو له بندونو د خورا ډېرې او نامتوازنې برښنا د تولید له لارې ډکه کړه.

د ایران د انرژۍ وزارت په وروستي راپور کې راغلي چې د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې د اوبو له بندونو څخه د برښنا په تولید کې د تېرکال د همدې مودې پرتله ۵۷ سلنه زیاتوالی راغلی.

په ایران کې د اوبو یو بند.

د اوبو له بندونو د برښنا په تولید کې د زیاتوالي خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د بندونو ورخونو ته د اوبو د رسېدو کچه د تېرکال پرتله یوازې اوه سلنه زیاته شوې ده.

د راډیو فردا راپور زیاتوي چې د ایران حکومت د دوبي په موسم کې د برښنا د پرچاویو د ستونزې د حل لپاره د اوبو بندونه تش کړي او په نتیجه کې یې په دې هېواد کې د اوبو بحران نور هم ژور شوی دی.

د ایران د انرژۍ د وزارت میاشتنی راپور ښيي چې که څه هم حکومت د کال په پیل کې د شپږ زره میګاواټه برښنا د تولید ژمنه کړې وه، خو په تېرو ۸ میاشتو کې د دې پلان یوازې ۱۵ سلنه تطبیق شوه او پاتې ټوله په هغو فابریکو کې تولید شوه چې د ډېر لږ تولید ظرفیت لري او د ګاز او تېلو په حرارت کار کوي.