آر ایس ایف: جرمني له خطر سره مخ د افغان خبریالانو د منلو په تړاو ژمنې نه دي بشپړې کړي

ارشیف: په افغانستان کې د یوې خبري غونډې انځور

د بې پولي خبريالانو سازمان یا 'آر ایس ایف' وايي، د جرمني حکومت په افغانستان او روسيه کې له خطر سره مخ خبريالانو د منلو په اړه خپله ژمنه نه ده بشپړه کړې.

'آر ایس ایف' افغانستان او روسيې څخه جرمني ته له ګواښ سره مخ خبريالانو د لېږد بهير پر پڅوالي نيوکه کړې، ویلي چې د یاد هېواد حکومت په دې برخه کې خپلې ژمنې نه دي بشپړې کړي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه راپور کې په جرمني کې د بې پولي خبريالانو اجرايي مدیر کرسټین مهیر په حواله اندېښنه ښودلې چې د جرمني حکومت د دغو خبریالانو د ایستلو لپاره له خنډ سره مخ شوی دی.

د 'آر ایس ایف' د راپور له مخې په افغانستان کې له ناوړه بشري وضعیت او له ګواښ سره مخ خبریالانو د منلو په برخه کې د جرمني له ګڼو ژمنو سره سره دغه هېواد تر اوسه د ۴۲۰۰ منل شویو کسانو له ډلې یوازې ۲۳ هغو کسانو ته جرمني ته د تلو اجازه ورکړې چې له شرایطو سره برابر و.

دا په داسې حال کې ده، هغه افغان خبریالان چې د جرمني هېواد کېسونه لري او اوسمهال په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې اوسېږي، د بهیر له پڅوالي، د دوی پر وړاندې له ګواښونو او په دغو هېوادونو کې له بې برخليکه ژوند شکایت کوي.

یوه له هغو افغان ښځینه خبریالانو څخه، چې په خبره يې دا مهال په افغانستان کې تر ټولو سختو امنیتي ګواښونو سره مخ ده.

دا خبریاله، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، په جرمني کې یې خپل د پناه غوښتنې د کېس په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دوه نیم کاله کېږي چې جرمني ته کېس لرو. د دې کېسونو په تړاو مو هېڅ کوم خبر نه دی تر لاسه کړی، له بېلابېلو لارو مو جرمني ته کېس لېږلی دی. ان یوه جلسه مو له ریچارډ بینېت سره وه، ویل یې څوک چې نومونه یې د 'طالبانو حکومت اطلاعاتي ادارې' له استخباراتو سره دي، په کېسونو کې یې ورسره همکاري کوي. یوازې یو ایمیل مو تر لاسه کړ چې ٥٠ سوالونه يې درلودل چې باید ځواب یې ورکړو، اوس يو کال تېر شوی، خو تر اوسه مو هېڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی."

ارشیف: د افغان خبریالانو په ګډون ګڼ افغانان په پاکستان کې لوېدیځو هېوادونو ته په تمه شپې او ورځې سبا کوي. دوی د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال د خپلو کېسیونو د ژر بشپړولو غوښتنه کړې ده. May 7, 2022

فرید عمري یو له هغو افغان خبریالانو څخه دی چې ادعا کوي د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست له خوا د ګواښ لیک د ترلاسه کولو له امله ایران ته ولاړ.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې د جرمني د پناه غوښتنې کېس لري، خو تراوسه په کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

هغه زیاتوي: "د کابل سقوط په لومړیو ورځو کې په لیفت بورکه کې چې جرمني پورې اړوند دی، خپل نومونه مو ثبت کړل، کوم پایله لرونکی ایمیل مو تر لاسه نه کړ. ډېری خبریالان په ایران، پاکستان او افغانستان کې دي، تر اوسه په ایران کې زما په ګډون نورو خبریالانو ته هیچا پام نه دی کړی."

په پاکستان کې یوې بلې افغانې خبریالې چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې د افغان مېرمنو د بشري حقونو په اړه د راپورونو چمتو کولو له امله په افغانستان کې له امنیتي ګواښ سره مخ ده.

دا هم چې د جرمني د پناه غوښتنې کېس لري، ازادي راډیو ته یې وویل: "یو کال کېږي چې ما 'آر ایس ایف' په جریان کې پریښی. دوی زه د بشردوستانه ویزې له لارې جرمني ته معرفي کړم او ویې ویل چې موږ هڅه کوو تاسو وژغورو. له هغه وخته چې زمونږ کېس يې جرمني ته لېږلی ٩ میاشتې تېرې شوي. په دې نهو میاشتو کې یوازې ځينې ضروري اسناد چې مونږ لېږلي نور کوم ښه خبر مو نه دی ترلاسه کړی."

په ایران او پاکستان کې دغه افغان خبریالان په داسې حال کې د جرمني لخوا د دوی د منلو د بهیر له پڅوالي شکایت کوي چې دغو دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او تر اوسه یې سلګونه زره افغانان ایستلي دي.

وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبان بیا ځلې واکمن شول، د هنرمندانو، پخوانیو پوځیانو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون زرګونه افغانان د امنیتي ګواښونو له وېرې، امریکا، کاناډا او اروپايي هېوادونو ته د تلو په موخه له هېواده ووتل، خو ډېری یې له څه باندې دوو کلونو راهیسې لا هم نه دي توانېدلي چې دغو هېوادونو ته ولاړ شي او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې بې برخليکه ژوند کوي.