د شکر نړیواله ورځ؛ په دې ناروغۍ ځینې اخته افغانان د درملنې لپاره د اسانتیاوو غوښتنه کوي

انسولین د شکر ناروغۍ د درملنې یوه دارو بلل کېږي.

نن د نومبر ۱۴مه د ډیابېټ یا شکر ناروغي نړیواله ورځ ده.

که څه هم دا نه ده څرګنده چې اوسمهال په افغانستان کې څومره کسان په دې ناروغۍ اخته دي، خو د ډیابېټ ناروغۍ د نړیوال فدراسیون شمېرې ښيي چې تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې له ۱.۶ میلیونو څخه زیات لویان د ډیابېټ یا شکر په ناروغۍ اخته وو.

د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې ۵۳۷ میلیونه کسان د ډیابېټ په ناروغۍ اخته دي، چې ۷۳ میلیونه یې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې ژوند کوي.

ارشیف

په افغانستان کې د ډیابېټ په ناروغۍ اخته ځینې کسان د دې ناروغۍ د کنټرول او درملنې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتونکي دي.

د کندز ولایت اوسېدونکې ۵۴ کلنه صبریه چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ډیابېټ په ناروغۍ اخته ده، ازادي راډیو ته یې وویل: "شکر مې کله لوړېږي او سترګې مې تورېږي، سر مې ډېر درد کوي، د شپې لخوا تشناب ته ډېره ځم، پښې مې درد کوي، ډېره تږې کېږم. شکر ډېره خطرناکه ناروغي ده، زه له دولت "د طالبانو له حکومت" څخه غواړم چې هغه کسان دا ناروغي لري، د وینې معاینات دې ورته وړیا کړي."

د کونړ ولایت اوسېدونکی ۵۸ کلن محمدالله چې له لسو کلونو راهیسې د ډیابېټ په ناروغۍ اخته دی، هم وايي: "ډېر سخت یې ډنګر کړی یم، کله ناکله ضعف هم راباندې راځي. علایم یې دا دي چې د پښو تلي مې سوځېږي، د سر وېښتان مې تویېږي او ډېر ترې رنځېږم. دلته زموږ تداوي نه کېږي، مجبور یم چې پاکستان ته لاړ شم. "

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په افغانستان کې د ډیابېټ یا شکر په ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر او د کنټرول او درملنې لپاره یې د فعالو مرکزونو د شمېر په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزارت څخه وپوښتي، خو د دې وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو په پخواني جمهوریت کې د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د کنټرول مسوول او په هارورډ پوهنتون کې طبي څېړونکي ډاکتر سید حبیب اروال ازادي راډیو ته وویل چې د پخوانیو معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې له هرو درېیو کسانو څخه یو یې په ډیابېټ ناروغۍ اخته دی.

نوموړي دا هم وويل چې په تېرو کلونو کې د افغانستان په مرکز او ځینو ولايتونو کې د ډیابېټ ناروغۍ د تشخيص او درملنې مرکزونه موجود وو او د ډیابېټ نړیواله ورځ به د دې ناروغۍ د مخنيوي، کنټرول او د عامه پوهاوي پیغامونو په ورکولو سره نمانځل کېده.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې له هرو درېیو کسانو څخه یو یې خامخا د ډیابېټ په ناروغۍ اخته دی، حتی په هرو دوو کسانو کې یو یې دا ناروغي لري، خو نه پوهېږي چې په دې ناروغۍ اخته دي، ځکه چې لومړنۍ نښې یې ډېرې څرګندې نه دي او دا هم ممکنه ده چې بې وزلي او د پوهاوي نشتوالی د دې ناخبرۍ اصلي عامل وي."

د داخلي ناروغیو متخصص او په کابل کې د ډیابېټ ناروغۍ د تشخیص، درملنې او کنټرول د یوه مرکز مشر ډاکتر فضل احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې که د ډیابېټ ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي، دا چاره یې په مخنیوي، کنټرول او ښه درملنه کې اغېزمنه تمامېدای شي.

د هغه په وينا، که د شکر په ناروغۍ اخته کسان بې پروايي وکړي، د دې ناروغۍ د اختلالاتو زياتوالى د سکتې او د زړه د حملې، د بډوډو او عصبي ستونزو او حتی د مرګ لامل کېږي.

هغه زیاته کړه: "د شکر ناروغان باید هره ورځ له اتو څخه تر لسو زرو قدمونو پورې وګرځي. دوهم پرهېز دی چې له هغو خوړو ډډه وشي چې خواږه لري، دریېمه یې درملنه ده چې د ډاکتر اړوند کېږي."

د عمومي داخلې متخصص ډاکتر فریدون ځدراڼ وايي، ډېر افغانان په داسې سیمو کې ژوند کوي، چې روغتیايي مرکزونه او ډاکټران په کې نشته او د شکر ناروغۍ له نښو نه خبرېږي او نه یې کنټرولوي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په افغانستان کې د ډیابېټ ناروغۍ د پوهاوي، کنټرول او درملنې لپاره د مرکزونو په جوړولو کې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

ځدراڼ زیاته کړه: "داسې خلک شته، کله چې راځي، شکر یې حیاتي سیستم له منځه وړی وي او کنټرول یې ناممکن وي. په دې برخه کې په افغانستان کې امکانات بیخي کم دي او په ډېرو ولایتونو کې هغه امکانات نه‌شته چې په کابل کې شته، په دې خاطر اړتیا ده چې په دې برخه کې جدي اقدامات وشي چې د شکر ناروغي زموږ د ځینو وطنوالو د مرګ سبب نه شي."

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په ۱۹۹۱ کې د نومبر ۱۴مه له دې امله د ډیابېټ یا شکر ناروغۍ نړۍواله ورځ ونوموله چې دا ناروغۍ په ډېرو ټولنو کې مخ په ډېرېدو وه.

دې سازمان سږ کال د ډیابېټ ناروغۍ په نړۍواله ورځ ضروري خدماتو ته د مساوي لاسرسي په ګډون د عامه پوهاوي په ډېرېدو ټینګار کړی چې د ډیابېټ ناروغۍ ګواښ راکم شي.