په هرات کې پر طالبانو د افغان فلم د مدیر 'فریدون فکوري' د نیولو ادعا شوې

په هرات ولایت کې د افغان فلم د مدير فریدون فکوري چې ادعا کېږي طالبانو نیولی دی.

په هرات ولایت کې د افغان فلم د مدير فریدون فکوري یو شمېر خپلوان ادعا کوي چې فکوري د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوی دی.

دوی د جمعې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې ښاغلی فکوري د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ شاوخوا یوه بجه وروسته له هغه چې له خپل دفتر څخه کور ته روان و، په هرات کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو له ونیول شو.

د فريدون فکوري يو خپلوان چې نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې ياد شي ازادي راډيو ته وويل چې د طالبانو حکومت تر اوسه د فکوري د نيولو د لامل په اړه د هغه کورنۍ او ملګرو ته ځواب نه دى ورکړى.

نوموړى د عیني شاهدانو په حواله چې د فریدون فکوري د نیول کېدو په تړاو یې دوى ته ويلي، ازادي راډیو ته وویل: "د عامه کتابتون مخې ته، زما په ګومان چې د هرات ښاروالۍ لومړۍ ناحیه کېږي، په دوه موټر سايکل دوه تنه سپاره وو چې څلور تنه وو، ښاغلي فکوري ته نږدې یې بریک ونیو، دوه کسان ښکته شول او ښاغلي فکوري ته یې وویل، موبايلونه دې ماته راکړه، ښاغلي فکوري ورته وويل، نه يې درکوم، تاسو غله ياست، تاسو څوک یئ؟ بیا خلک راټول شول، او دوى کارتونه را وویستل، ویل یې چې موږ د استخباراتو خلک یو، خلکو ته سپکې، سپورې وايي او خلک لېرې کېږي، فریدون فکوري هم اړ کېږي چې خپل مبايلونه ورکړي او بیا د پخواني تیاتر ودانۍ يوې برخې ته وړل کېږي چې ويجاړه شوې. فریدون فکوري هلته دننه کوي او لاسونه یې ور ولچک کوي او پر موټرسایکل یې کېنوي او له ځانه سره وړي."

ياده سرچینه ټینګار کوي چې فریدون فکوري په دې خاطر نیول شوی چې په خپل فېسبوکپاڼه کې یې د نجونو د ښوونځیو د د تړلو په اړه انتقادي متن خپور کړی و.

سرچينه دا هم وايي چې تر دې وړاندې هرات ته د طالبانو د حکومت د وياند ذبيح الله مجاهد د سفر پر مهال فکوري د نجونو د ښوونځيو د تړلو په تړاو انتقادي تياتر وړاندې کړی و چې د ده په وينا، دا کار د هرات د تياتر له مديريت نه د کوښه کېدو او د افغان فلم مديريت ته د نـوموړي د تبديلۍ لامل هم شو.

خو تر اوسه د طالبانو د حکومت له خوا د فریدون فکوري د نیولو لامل رسنیو ته نه دی څرګند شوی.

د ازادي راډیو خبریال د فريدون فکوري د نيولو او دا چې په کوم تور نیول شوی، په هرات کې د طالبانو له سيمه ييز حکومت څخه پوښتنه وکړه، خو په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس احمدالله متقي د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

خو په هرات ولايت کې د طالبانو د والي ویاند نثار احمد الیاس ازادي راډیو ته په یوه رالېږل شوپ واټساپ پیغام کې لیکلي: "له دې موضوع نه دي خبر."

فریدون فکوري د هرات د تیاتر او سینما یوه پېژندل شوې څېره ده.

نوموړی تر دې وړاندې د هرات ولایت د تیاتر رییس و.

طالبانو په افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې د خبریالانو، د پوهنتونونو د استادانو، د بشري حقونو د فعالانو، مدني او فرهنګي فعالانو، هنرمندانو او اعتراض کوونکو ښځو په ګډون د خپلو سیاستونو په لسګونه منتقدین ګواښلي، وهلي ټکولي او نیولي دي.

که څه هم د دغو فعالانو له ډلې څخه يو شمېر يې بطرته خوشې شوي، خو اوس هم د هرات د افغان فلم مدیر فريدون فکوري، د پوهنتون استاد رسول پارسي، اعتراض کوونکې ندا پرواني او د هغې مېړه، ژوليا پارسي او د هغې زوى او د طالبانو د حکومت یو شمېر نور منتقدین چې نومونه يې تر اوسه نه دي رسنيز شوي د طالبانو د حکومت په بند کې دي.

سره له دې چې د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو په وار وار د طالبانو د حکومت پر سیاستونو انتقاد کړی او د دغو بندیانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې، خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه خپله تګلاره نه ده بدله کړې.