سپينه ماڼۍ: اسراييل په غزه کې د ملکيانو د ساتنې مسووليت لري

په غزه کې د اسراييلو د بمباريو له کبله د اوښتو زيانونو انځور

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وايي، اسراییل په غزه کې د ملکي وکړو د ساتنې مسوولیت لري.

جک سالیوان وايي، اسراییل مسوولیت لري چې په غزه کې د ملکي وګړو او د حماس د وسله والو ترمنځ توپیر وکړي.

سالیوان پرون یکشنبه له سي این این تلوېزیون سره په مرکه کې وویل، واشنګټن اسراییل ته د بشري مرستو د محاصرې او د ده په وینا د ترهګرو او ملکیانو ترمنځ د توپیر کولو په شان سخت مسایل په ګوته کړي دي.

له بلې خوا د ملګروملتو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش چې اسیايي هېوادونو ته د سفر په لړ کې نیپال ته رسېدلی، پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې په غزه کې د ملکیانو مرګ ژوبلې د منلو نه دي.

هغه ويلي: "په غزه کې وضعیت په خطرناک ډول هره شېبه په لا خرابېدو دی. ډېر خواشینی یم چې د حملو د درېدو پر ځای، چې نړیواله ټولنه یې د بشري اړتیاوو د رسولو په خاطر غوښتنه کوي، اسراییل پوځي عملیات تېز کړي. په غزه کې د مرګ ژوبلو شمېر د منلو نه دی."

ګوټېرېش همداراز وویل، د هغو یرغملو د خوشي کېدو غوښتونکی دی چې حماس له اسراییل څخه بیولي دي.

د اسراییل په وینا، تر ۲۰۰ ډېر کسان اوس هم له حماس سره برمته دي.

د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې تر درو اوونیو زیات وخت وځي.

په غزه کې، چې د حماس تر کنترول لاندې ده، روغتیايي چارواکي وايي چې په دې موده کې د اسراییل په حملو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۸ زرو اوښتی دی.

دا حملې هغه مهال پیل شوې چې د حماس وسله والو د اکټوبر په اوومه د اسراییل پر خاوره برید وکړ او وژنې یې پیل کړې.

د اسراییل په وینا په دې بریدونو کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

له دې سره هممهاله، د فلسطین سره صلیب پرون یکشنبې وویل چې د اسراییل پوځ د غزې ښار په مرکز کې د القدس روغتون په شاوخوا کې بریدونو ته دوام ورکړ.

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسلامي اردو په قصدي ډول د روغتون په شاوخوا کې راکټونه ویشتي چې په نتیجه کې یې طبي کارکوونکي او ناروغان مجبوره شوي چې له دې ځایه ووځي.

ګومان کېږي چې القدس روغتون ته ۱۴ زره پوځي فلسطینیانو پناه وړې وي چې ونه وژل شي خو اوس د دې روغتون په شاوخوا کې حملو د روغتیا د نړیوال سازمان او نورو بشري ادارو اندېښنې پارولي دي.