سیګار: طالبان د درغلو موسسو په وسیله له نړیوالو مرستو ګټه اخلي

ارشیف: په ارزګان کې له اړمنو سره د مرستو رسونې له بهیره یو انځور

واشنګټن پوسټ:

د امریکا د څار یوه اداره وایي، طالبان د درغلو موسسو په وسیله له نړیوالو مرستو ګټه اخلي، دا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوې مقالې سرلیک دی.

مقاله کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي د ادارې یا سیګار په حواله راغلي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر کورنیو او نړیوالو موسسو کنټرول ډېر کړی دی.

مقاله کې وړاندې راغلي چې طالبانو د موسسو ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړي او په تعلیمي سکتور کې یې د بهرنیو بنسټونو لاسونه لنډ کړي دي.

وړاندې د سیګار په حواله لیکل شوي چې طالبان له هغو تعلیمي پروګرامونو ګټه اخلي چې امریکا یې ملاتړ کوي.

دغه ګټه اخیستنه د مالیې د راټولولو په وسیله او دغه راز د سیګار په وینا د 'درغلو' موسسو د رامنځته کولو له لارې ترسره کېږي.

د یوې موسسې کارکوونکي چې مقاله کې یې نوم نه دی یاد شوی سیګار ته ویلي، د طالبانو چارواکي موسسې هڅوي چې د طالبانو ملاتړي استخدام کړي یا د طالبانو اړوند کمپنیو نه توکي وپېري.

د طالبانو ویاند په دې اړه د واشنګټن پوسټ پوښتنې نه دي ځواب کړي، خو تر دې وړاندې د دوی د حکومت د اقتصاد وزارت چې پر موسسو څارنه لري، دا ډول راپورونه رد کړي دي.

د سیګار د هغه راپور له مخې چې همدې میاشته کې خپور شو راغلي چې امریکا د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې له تعلیمي پروګرامونو سره د ۱۸۵ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.

ریلییف ویب:

ریلییف ویب خپرونې چې د ملګرو ملتونو اړوند لیکنې خپروي لیکلي چې اروپایي ټولنه د ښوونځیو نژدې دوه میلیونه افغان زده کوونکو سره د تغذیې په برخه کې مرسته کوي.

خپرونې لیکلي، اروپایي ټولنه د خوړو نړیوال پروګرام ته د ۹ اعشاریه ۹ میلیونه یورو نقدي مرسته برابروي.

وړاندې راغلي چې پر دغو پیسو په ننګرهار، نورستان، غور، فرا او جوزجان ولایتونو کې د دوو کلونو په ترڅ کې د ښونځیو نهه لکه هلکانو زده کونکو او اته نیم لکه نجونو زده کوونکو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره مقوي خواړه ورکول کېږي.

خپرونې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د شارژدافېرې رافایلا اودیس په حواله لیکلي: "په وږې خېټه زده کړې سختې دي" او په ښونځیو کې دغه ډول پروګرامونه د ماشومانو له روغتیا سره مرسته کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي چې په افغانستان کې اکثره ماشومان سهار په وږې خېټه ښونځي ته ځي او د دغه هېواد پنځلس میلیونه وګړي نه پوهېږي چې بل څاښت خواړه یې له کومې خوا برابرېږي.