پر غزې د اسراییلو د بمبار دوام؛ د ځمکنیو عملیاتو نښې نښانې هم لیدل شوي

یو شمېر اسراییلي ځواکونه په غزه کې

داسې ښکاري چې اسراییل پر غزې پراخ ځمکني عملیات پيلوي او دغو عملیاتو ته د چمتووالي نښې نښانې له ورایه تر سترګو کیږي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې اسراییل ګڼ شمېر ټانکونه او سرتېري د غزې پولې ته نژدې سیمو کې ځای پر ځای کړي دي او خپلې خواته سرحدي سیمې یې تخلیه کړي دي.

اژانس د اسراییلي چارواکو په حواله وایي چې دوی هوایي بریدونه د دې لپاره ډېر کړي چې د ځمکنیو عملیاتو په راتلونکو پړاونو کې د خپلو عسکرو لپاره د خطر کچه راکمه کړي.

د غزې یوه څنډه

له دې سره همهاله، د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې د پراخېدو اندېښنې هم زیاتې شوي.

دا اندېښنې وروسته تر هغې را ولاړې شوې چې اسراییلو پر اشغال شوې لویدیځه غاړه، سوریې او لبنان بریدونه وکړل او له حزب الله سره یې چې لسګونه زره توغندي لري، ډزې تبادله کړې.

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ خپلو سرتېرو ته په وینا کې ویلي که حزب الله پر دوی برید وکړي، خپل ژوند به خطر کې واچوي او دوی به د لبنان دولت له منځه یوسي.

د حزب الله سیاسي خوځښت د لبنان د متفرق دولت یوه برخه ده چې وسله وال یې د دولت له کنټروله بهر سیمو کې فعالیت کوي.

د اسراییلو او حماس جګړه د اکتوبر په ۷مه وروسته تر هغه پیل شوه چې حماس په ناببره او غلچکي برید کې پر اسراییلو زرګونه توغندي وتوغول او وسله وال یې د اسراییلو خاورې ته دننه شول.

د اسراییل خواته د څه باندې ۱۴۰۰ کسانو چې اکثره یی ملکیان وو، د وژنې خبره شوې او لږ تر لږه ۲۲۲ تنه اسراییلیان حماس له ځان سره غزې ته برمته بیولي دي.

د فلسطین خواته بیا مرګ، ژوبله څو برابره زیاته ده.

په غزه کې د وروستیو جګړو یوه څنډه

اسوشیتید پریس خبري اژانس د فلسطین د روغتیایي چارواکو په حواله لیکلي چې د اسراییلو په بریدونو کې د تراوسه ۴۶۰۰ کسان په غزه کې وژل شوي دي.

په غزه کې بشري وضعیت نازک دی او د شنبې په ورځ یوازې شلو لاریو ته اجازه ورکړل شوه چې د جګړې زیانمنو شویو ته مرستې ولېږدوي.

اسراییل پرون یکشنبه ۱۵ نورو لاریو ته هم اجازه ورکړه چې د مصر له لارې غزې ته مرستې ورسوي، په دغو مرستو کې چې د امریکا په غوښتنه لېږدول کیږي، اوبه، خواړه او طبي وسایل شامل دي.

خو مرستندویه ادارې اړتیا ډېره یادوي، ځکه د غزې د دوه اعشاریه درې میلیونه وګړو سمه نیمایي برخه له خپلو سیمو بې ځایه شوې ده.