له پاکستانه د افغان کډوالو پر اجباري ایستلو د ځینو نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

ارشیف: په پاکستان کې د یو این ایچ سي آر په یوه دفتر کې یو شمېر افغان کډوال

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپانه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو په اړه د دې هېواد د لنډمهاله حکومت پرېکړې ته په اشارې لیکلي، په پاکستان کې یو افغان کډوال چې په تېر حکومت کې څارنوال و، وايي، په تېرو څو میاشتو کې څلور ځلې د اوسېدو ځای بدل کړی څو ونه نیول شي.

د واشنګټن پوسټ په ټکو، دا افغان د هغو طالبانو څخه چې د دوی وسله‌وال يې د زندانو د میلو تر شا اچولي نه تښتي، بلکې دی د پاکستان له پولیسو تښتي چې دوه کاله وړاندې يې ورته پناه وروړې ده.

واشنګټن پوسټ وړاندې وايي، د دې افغان ویزه پای ته رسېدلې، او دې ته سخت اندېښمن دی چې د خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره زندان یا کابل ته وانه‌ستول شي.

د پاکستان حکومت د سې‌شنبې په ورځ د اکټوبر په درېیمه په دې هېواد کې ټولو هغو افغانانو ته چي د پاتې کېدو اسناد نه‌لري یوه میاشت مهلت ورکړ چې له پاکستانه ووځي که‌نه په زور به وویستل شي.

پاکستان ادعا کړې چې په دې هېواد د ۲۴ بریدونو څخه ۱۴ کې افغانانو لاس لره، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا پر خپلې ایکس شبکې دغې ادعا رد کړې.

د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سرفراز بګټي په خبره، ټول غیرقانوني افغان کډوال باید د نومبر تر لومړۍ نېټې پاکستان پرېږدي که‌نه دوی به يې په زور وباسي.

د بګټي په خبره، دا مهال په پاکستان کې څه باندې یو میلیون او اوه لکه غیر قانوني افغان کډوال مېشت دي.

د پاکستان حکومت دې پرېکړې ته د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو د بشر حقونو د مدافع سازمانو غبرګون ښودلی دی.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، د اسلام اباد دا پرېکړه تر ډېره په کابل کې د طالبانو له واکمنۍ څخه ناهیلیتوب او د میلیونونو افغانانو د کوربه‌توب له اقتصادي بوج سره د اسلام اباد له زیاتېدونکي ناخوښۍ سره تړاو لري.

انډپنډنټ:

له برتیانیا خپرونکې انډپنډنټ ورځپانې هم د افغان کډوالو وضعیت ته پام اړولی او لیکي، یو افغان قهرمان پیلوټ چې د دې ورځپانې تر پنځه میاشتنې کمپاین وروسته په بریتانیا کې د کډوالو په توګه ومنل شو، اوس هم په هوټلو کې په بد وضعیت کې ژوند کوي.

د ورځپانې په ټکو، دا افغان پیلوټ چې له طالبانو په تېښته بریالی شوی و او بریتانیا ته په یوې کوچنۍ کښتۍ کې يې ځان رسولی و، که چېرته ځان‌ته کور پیدا نه کړي نو له هوټل به ایستل کېږي او بې‌کوره به پاتې شي.

دغه افغان پیلوټ انډپنډنټ ته ویلي، ډېره هڅه يې وکړه چې یو کډ کور یا اپارتمان پیدا کړي، خو دا کار ډېر ستونزمن دی او که چېرته وضعیت همداسې مخته لاړ شي نو په سړکونو به پاتې شي.

د جولای په میاشت کې د انډپنډنټ شمېرې ښيي چې څه باندې ۱۱زره کسان چې څه باندې ۷ زره يې ښځې او نجونې دي اوسمهال له بریتانیا بهر په دې تمه اوسي چې په بریتانیا کې له خپلو کورنیو سره یوځای شي.