طالب چارواکي: مخکینیو چارواکو او سیاستوالو ته مو د خوندیتوب د کارتونو وېش پیل کړی

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمیسیون - تصویر له ارشیفه

د طالبانو حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، د تېر جمهوري حکومت چارواکو او نورو سیاستوالو ته یې د خوندیتوب کارتونو د وېش لړۍ پيل کړې ده.

یاد کمېسیون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، چې تېره اوونۍ یې هم د مخکېني حکومت ځینو چارواکو، جنرالانو او د ولسي جرګې غړو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړي دي.

له افغان شخصېتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي، له دې کارتونو څخه یې هدف دا دی چې پخوانیو چارواکو ته څوک ګواښ پېښ نه کړي.

په تېر حکومت کې د ولسي جرګې غړی عبدالقادر کلاتوال چې دا کارت یې اخیستی، وايي له افغان شخصیتونو سره د اړیکو په کمېسیون کې یو بورډ جوړ شوی چې د مخکنیو چارواکو او وکیلانو د خوندیتوب ترڅنګ د هغوی اړوند حقوقي مسایل هم تعقیبوي.

د مخکینۍ ولسي جرګې غړی عبدالقادر کلاتوال وايي، چې ده هم د خوندیتوب دغه کارت ترلاسه کړی

نوموړی وايي:

"اساسي ټکی په کې همدا دی چې دا وکیلان، وزیران او ځینې نور چارواکي هر څوک نه شي جلبولای، که څوک حق او دعوه پرې ولري، کولای شي، همدې بورډ ته عریضه ورکړي او دواړه خواوې د بورډ د غړو په ګډون چې د سترې محکمې د عالي شورا استازی هم په کې ګډون لري، دوی ته خپله ادعا ثابته کړي، بورډ بیا پرېکړه کوي چې د چا حق وي، هغه ورکړي."

خو ځینې نور افغان سیاستوال بیا دا د طالبانو له خوا د پخوانیو چارواکو د کنترول یوه هڅه بولي او وايي، په داسې حال کې چې طالبان د عمومي بښنې او امنیت ادعا کوي، بیا هم هڅه کوي له دې لارې پخواني چارواکي تر څار او کنترول لاندې ونیسي.

په ناروې کې پخوانۍ افغان سفیره او سیاستواله شکریه بارکزۍ په دې اړه وايي:

"طالبان چې اول راغلل، ویل یې بښنه کوو، معلومه نه وه چې په څه څوک بښل کېږي؟ بیا یې د بدل اخیستلو لړۍ پیل کړه او اوس د خوندیتوب کارتونه ورکوي. هغه افغانان چې هېڅ ستونزه نه لري او غواړي خپل وطن ته لاړ شي، ولې له داسې یوې لارې لاړ شي چې فکر وشي، د طالبانو له برکته دوی کولای شي، خپل وطن ته راشي."

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره، مېرمن شکریه بارکزۍ

اغلې بارکزۍ همدا شان وايي، د طالبانو حکومت ځکه پخوانیو چارواکو ته د خوندیتوب کارتونه ورکوي چې د دوی خپل وسله وال ورته ستونزه جوړه نه کړي.

په تېر حکومت کې د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي بیا پخوانیو چارواکو ته د کارتونو د وېش لړۍ په افغانستان کې د روان وضعېت د نورمال ښودلو یوه هڅه بولي.

اغلې کوفي وايي، طالبان داسې مهال مخکنیو لوړو پوړو چارواکو او وکیلانو ته د خوندیتوب کارتونه ورکوي چې دا مهال د پخواني حکومت ګڼ کارکوونکي، سرتېري او متعرضې ښځې د طالبانو په زندان کې دي.

مېرمن کوفي وایي:

"طالبان خپله تر ټولو لویه لاسته راوړنه امنیت بولي، نو خوندیتوب څه معنی؟ که دوی رښتیا هم امنیت خوندي کړی وي، ولې کارتونه وېشي؟ زه فکر کې دا د تبلیغ یوه وسیله ده، ترڅو هغوی چې په بهر کې دي، فکر وکړي چې هر څه سم دي او وهڅول شي چې بېرته افغانستان ته لاړ شي. د اوسني وضعېت د عادي کولو لړۍ په داسې حال کې دوام لري، چې د طالبانو زندانونه د تېر حکومت د کارکوونکو، سرتېرو او معترضو نجونو څخه ډک دي."

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي: طالبان د دغو کارتونو له وېش سره پخواني چارواکي او سیاستوال کنټرولوي.

د طالبانو حکومت داسې مهال د پخوانیو چارواکو په ګډون افغان سیاستوالو او تېر حکومت غړو ته د خوندیتوب کارتونه ورکوي، چې دوی [ د طالبانو حکومت] لا له وړاندې د بشري حقونو په پراخه نقض او د تېر جمهوري نظام د کارکونکو په خپل سرو وژنو، شکنجه کولو او ورکولو تورن دی.

د تېرې زمري یا اسد میاشتې په ۳۱مه نېټه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وویل چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته یې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې د مخکیني جمهوري نظام د کارکوونکو په اړه د بشري حقونو د نقض له ۸۰۰ زیاتې قضیې ثبت کړي.

یوناما 'په افغانستان کې د پخواني افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد د بشري حقونو سرغړونې' تر عنوان لاندې خپل راپور کې لیکلي وو، چې په دې قضیو کې وژنې، خپلسرې نیونې، شکنجه، ناسم چلند او ګواښل شامل دي.

یوناما په یوه راپور کې طالبان په غچ اخیستونکو اقداماتو او بشري نقض تورن کړي

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا راپور رد کړی و، خو یوناما ویلي وو چې په دې موده کې د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او حکومتي چارواکو د وژنو ۲۱۸ پېښې ثبت شوي، چې د یوناما له قوله، یو شمېر لومړی نیول شوي او بند خونو او یا هم نامعلومو ځایونو ته له لېږلو وروسته، وژل شوي دي.